اقتصاد

مولوي عبدالکبیر:د هېـوادوالـو مالیـات د افغانسـتان په بیـارغـونه لګـول کیږي

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د کابل د سوداګرو او کسبګرو ټولنې له غړو سره لیدنه کړې.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د کابل د سوداګرو او کسبګرو ټولنې له غړو سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د اسلامي امارت د واکمنۍ پر مهال د سوداګرو او کسبګرو پر لاسته راوړنو، د هغوی پر وړاندې په شته ستونزو او د سوداګرۍ او صنعت په روان وضعیت خبرې شوې.

د یادې ټولنې غړو ویلي، چې د تېر په پرتله یې ستونزې کمي او اقتصادي رشد یې ښه شوی دی.

دوی د اسلامي امارت له لوري د رامنځته شویو اسانتیاوو او سیاسي ملاتړ له امله مننه کړې ده.

هغوی ویلي، چې لا هم د پاکستان په کراچۍ ښار کې د افغان سوداګرو د ګڼ شمېر کانتینرونو او مالونو نامعلوم برخلېک ورته زیان رسولی او اړتیا ده چې اسلامي امارت په دې برخه کې اقدامات وکړي.

یادو سوداګرو دغه راز د مالیې وزارت او کابل ښاروالۍ لخوا د مالیاتو د راټولولو د نیمګړتیاوو او سلنې د راټېټیدو په اړه خپل وړاندیزونه په لیکلي ډول د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ته سپارلی دی.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر افغان پانګوال او سوداګر ستایلي، چې افغانستان کې پانګونه او سوداګري کوي.

نوموړي ویلي، چې د هېواد اقتصادي پیاوړتیا له خصوصي سکټور پرته ناممکنه ده او زیاته کړې یې ده، چې حکومت د اسلامي اصولو پر بنسټ ټولو  بهرنیو او افغان سوداګرو ته د اسانتیاوو برابرول خپل مسولیت بولي.

محترم مولوي عبدالکبیر زیاته کړې، چې د افغانانو مالیات د هېواد په رغونه او بنسټونو لګول کېږي، په دې برخه کې باید هېوادوال د فساد او یا ضایع کېدو اندېښنه ونه لري.

نوموړي ډاډ ورکړی، چې د سوداګرو په وړاندیزونو به له اړونده ادارو سره غور وکړي.

نوموړي ویلي، چې که څه هم حکومت نوی او د پرمختګ په حال کې دی، خو بیا هم د اسلامي امارت رهبري به د سوداګرو د ملاتړ په موخه د مالیاتو تنظیم ته پام وکړي.

د یوه بل خبر له مخی: ‏د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د پنجشنبه په ورځ د اسلامي امارت اړوندو وزارتونو او ادارو ویاندویانو او رسنیزو مسؤولینو سره وکتل.

په دې کتنه کې، د اسلامي امارت د وزارتونو او ادارو د رسنیزو چارو مسؤولینو، اطلاعاتو ته د لاسرسي او له کورنیو او بهرنیو رسنیو سره د اړیکو او همغږۍ پراختيا په تړاو خبرې وشوې.

هغوی وویل چې له ملي او نړیوالو رسنیو سره د اطلاعاتو پر شریکولو سربېره د اړوندو ادارو ټولنیزې پاڼې او چاپي رسنۍ هم د عامه پوهاوي په موخه د چارواکو او ادارو فعالیتونه په منظم ډول خپروي.

دوی زیاته کړه، د اسلامي امارت د نشراتي پالیسۍ په رڼا کې د ټولو ادارو او وزارتونو د رسنیزو مسؤولینو او رسنیو ترمنځ همغږي رامنځته شوې او د کار د اغېزمنتیا په موخه څو ځلي ګډې ناستې هم شوې دي.

دغو ویاندویانو څرګنده کړه، چې د افغانستان په اړه د یو شمېر بهرنیو رسنیو په منفي او له حقیقت څخه لرې او دوامداره خپرونو سربېره، د اسلامي امارت لاسته راوړنې، پرمختګونه او د هېواد رښتينی انځور پر وخت نړۍ ته رسول شوی او د دښمن تبليغات ناکام شوي دي.

په ورته وخت کې د رياست الوزرا سياسي مرستيال د اسلامي امارت نشراتي برخه خورا مهمه وبلله او د دغې برخې د ټولو کارکوونکو له هڅو څخه یې مننه وکړه.

نوموړي وویل چې د ادارو او وزارتونو ویاندویان او رسنیز همکاران دې هڅه وکړي ترڅو د اسلامي امارت رسنیز ډګر لکه د شل کلنې مبارزې په څېر برلاسی وساتي.

‏د رياست الوزرا مرستيال زياته کړه دا مهمه ده، چې خلکو ته د ټولنې واقعیتونه او د اسلامي امارت لاسته راوړنې پر وخت ورسېږي او له رسنيو سره دې پراخه او دوامداره همکاري وشي

نوموړي دغه راز له رسنیو څخه هم وغوښتل، چې د ټولنې واقعیتونه منعکس کړي، ځکه چې د اسلامي امارت په راتګ سره په ډېرو برخو کې مثبت بدلونونه راغلي دي.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال په وینا، سیاسي کمېسیون هڅه کوي ترڅو د اسلامي امارت د نشراتو د پراختیا او اغېزمنتیا په موخه اړین ګامونه واخلي، چې اطلاعاتو ته لاسرسی او د ادارو نشراتي هڅې به ورسره لا چټکې شي..

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button