سیاست او دولت

مولوي عبدالکبیر:د حکومت پالیسي بیارغونه او ولس ته خدمت کول دي

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د پروان ولایت د جبل السراج ولسوالۍ له قومي مشرانو سره په کتنه کې ویلي، د اسلامي امارت له بیاواکمنېدو سره امنیت ټینګ شوی او د پروان ولسونه د زورواکانو له زورواکي خلاص شوي دي.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د پروان ولایت د جبل السراج ولسوالۍ له قومي مشرانو سره په کتنه کې ویلي، د اسلامي امارت له بیاواکمنېدو سره امنیت ټینګ شوی او د پروان ولسونه د زورواکانو له زورواکي خلاص شوي دي. دغو قومي مشرانو له اسلامي امارت څخه د هر اړخیز ملاتړ ترڅنګ ویلي، نه غواړي چې بیا دې افغانستان د جګړې په میدان بدل شي. هغوی دې کتنه کې د اسلامي امارت له رهبري غوښتي، چې په بېلابېلو برخو کې دې د دې ولسوالۍ اوسېدونکو ستونزو ته رسیدنه وکړي. بلخوا مولوي عبدالکبیر ډاډ ورکړی، چې د اسلامي امارت پالیسي په بیارغونې او افغانانو ته په خدمت کولو ولاړه ده او هڅه کوي چې له کورنیو عوایدو څخه د خلکو ستونزې حل کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button