سیاست

مولوي عبدالکبير: پاکستان دې له خپلو زندانونو افغان بنديان آزاد کړي

د رياست الوزراء سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير وړمه ورځ په سپېدار ماڼۍ کې د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي اصف دراني سره په کتنه کې وويل: (دمګړۍ ډېر شمېر افغانان په پاکستان کې د کډوالۍ شپې ورځې تېروي او د دوی د کوربه توب له امله پاکستان څخه مننه کوو، خو ځينې وخت په دې اړه دردونکي خبرونه اورېدل کېږي او له پاکستان څخه مو غوښتنه دا ده، چې له دوی سره ښه چلند وکړي او هغه افغان کډوال، چې دا مهال د پاکستان زندانونو کې پراته دي، بايد ژر تر ژره خوشې شي.)) د رياست الوزرا سياسي مرستيال په دې کتنه کې وويل، چې د افغانستان اسلامي امارت له پاکستان سره د سياسي، اقتصادي او کلتوري اړيکو لا ډېرښت او قوت غواړي او باوري دی، چې پاکستان او افغانستان په خپلمنځي سوداګرۍ کې تر نورو ډېره ګټه کولای شي.د رياست الوزراء سياسي مرستيال زياته کړه: (( افغانستان د پاکستان په ګډون د هېڅ هيواد په کورنيو چارو کې لاسوهنه نه کوي او هېچاته به اجازه ور نه کړو، چې د افغانستان خاوره د ګاونډيو په ګډون د چا پر ضد وکاروي.))مولوي عبدالکبير زياته کړه: موږ د پاکستان امنيت د ځان په ګټه او په پاکستان کې نا امني د ځان په زيان بولو او د يوه مسلمان ګاونډي په توګه په پاکستان کې جګړه او نا امني نه غواړو، نو هېچاته اجازه نه ورکوو چې زموږ خاوره د پاکستان پر ضد وکاروي.په پای کې د رياست الوزرا سياسي مرستيال وويل: موږ د داسې هيواد په توګه چې د جګړو ترخې تجربې مو ليدلي پاکستان ته مشوره ورکوو، چې د جګړو پر ځای سولې ته ترجيح ورکړي.په ورته وخت کې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف دراني په دغه کتنه کې وويل ،چې نړۍ بايد د افغانستان اسلامي امارت لاسته راوړنې او په ځانګړې توګه د امنيت د ټينګښت او نشه يي توکو له منځه وړولو په برخو کې ومني.نوموړي ژمنه وکړه، چې په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو ستونزې هواروي او د دوی په زندانونو کې د افغان بنديانو خوشې کولو، افغان سوداګرو ته د ويزو او نورو آسانتياوو برابرولو، په تورخم او سپين بولدک د تګ راتګ پر مهال د خنډونو له منځه وړلو او نورو برخو کې به عاجل اقدامات وکړي.نوموړي همداراز وويل، پاکستان به ډېر ژر د تورخم ـ جلال اباد سړک پاتې کارونه پيل کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button