
مولوي عبدالکبير: د سوداګرو د ځان او مال دخونديتوب لپاره به جدي ګامونه واخيستل شي
د افغانستان داسلامي امارت د رياست الوزراء سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير وړمه ورځ په سپېدار ماڼۍ کې د ملي سوداګرو، صرافانو او صنعتکارانو له يو شمېر استازو سره کتلي دي.په دې کتنه کې استازو ويلي چې سوداګر، صرافان او صنعتکاران خوښ دي چې د سوداګرو او اسلامي امارت د اړوندو مسئولينو ترمنځ ښه همغږي او همکاري رامنځته شوې ده.هغوی زياته کړې چې د پيسو او توکو د قاچاق مخه نيول شوې، د افغانيو بيه ثابته پاتې شوې، د سوداګرو د ګواښلو او تښتولو پېښې کمې شوي او د پانګونې ښه فرصتونه رامنځته شوي دي.دوی د بهر مېشتو سوداګرو لپاره د يو کمېسيون جوړولو غوښتنه وکړه چې له لارې يې ياد سوداګر او پانګه وال بېرته خپل هيواد ته راوګرځي. همدار از يو شمېر ستونزې يې هم د حل په موخه د رياست الوزراء له سياسي مرستيال سره شريکې کړې.په ياده کتنه کې د رياست الوزراء سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير ويلي، چې دا هيواد د ټولو افغانانو ګډ کور دی او د ابادۍ لپاره يې بايد ټول يو بل ته لاسونه ورکړي.نوموړي په هيواد کې له مېشتو ټولو سوداګرو، صرافانو او صنعتکارانو مننه کړې، چې واقعيتونه درک کوي او له افغانانو سره د مرستې او همکارۍ لپاره په افغانستان کې پاتې دي.د رياست الوزراء سياسي مرستيال دوی ته ډاډ ورکړ، چې ستونزو او وړانديزونو ته به يې رسيدګي وشي او د دوی د ځان او مال دخونديتوب لپاره به جدي ګامونه واخيستل شي.