سیاست او دولت

مولوي عبدالکبير: انګلستان دې د افغانستان رښتينی انځور تر نړۍ ورسوي

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال وړمه په سپېدار ماڼۍ کې د افغانستان لپاره د انګلستان له شارژدافیر رابرټ چارترن ډکسن سره وکتل. مولوي عبدالکبیر په دغه کتنه کې د افغانستان او انګلستان اړیکې دوستانه وبللې او زیاته یې کړه، چې اسلامي امارت نړۍ او په ځانګړې توګه له انګلستان سره مثبت سره تعامل غواړي. نوموړي زياته کړه، چې انګلستان دې د افغانستان رښتینی انځور نړۍ ته وړاندې کړي او له اسلامي امارت سره دې تعامل وکړي. په ورته وخت کې د انګلستان شارژدافیر په دې ناسته کې ویلي چې هېواد یې په افغانستان کې د تلپاتې سولې او ثبات طرف دار دی او له همدې امله له نړیوالو سره د افغانستان د اړیکو او تعامل په برخه کې هڅې کوي.د هغه په وینا، له افغانستان سره د نړۍ تعامل دوامدارو سیاسي بحثونو او تماسونو ته اړتیا لري.

نوموړي زياته کړه، چې هېواد یې غواړي افغانستان له نړۍ سره وصل او د دوی ترمنځ ناسم پوهاوی له منځه يوسي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button