ټولنه او کلتور

مولوي عبدالکبير: اسلامي نظام د افغانانو هيله وه په ساتنه کې يې هم بايد ولسونه همکاري وکړي

د رياست الوزراء سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير وړمه ورځ د پکتيا ولايت د زرمت ولسوالۍ له يو شمېر قومي مشرانو او مخورو سره په کتنه کې وويل ،چې اسلامي امارت د هېڅ ډول قومي، سمتي، نژادي او مذهبي تعصب اجازه نه ورکوي.يادو قومي مشرانو په دې کتنه کې د اسلامي امارت او ولسونو ترمنځ د ښه تعامل او نږدېوالي ستاينه وکړه او ويې ويل ،چې د اسلامي امارت په راتګ سره د خلکو پر مخ د دولتي ادارو دروازې پرانيستل شوې او خلک خپلې ستونزې له مسئولينو سره شريکوي.هغوی له اسلامي نظام څخه د خپل ملاتړ او د همکارۍ ډاډ ورکولو ترڅنګ د خپلې سيمې يوشمېر ستونزې هم د رياست الوزراء له سياسي مرستيال سره شريکې کړې.په ورته وخت کې د رياست الوزراء سياسي مرستيال په ياده کتنه کې وويل ،چې اسلامي امارت چاته د تکليف رسولو طرفدار نه دی او هېڅ ډول قومي، سمتي، نژادي او مذهبي تعصب ته اجازه نه ورکوي.‏نوموړي زياته کړه، چې اسلامي نظام د ټولو افغانانو هيله وه او اوسني نظام د پراخو قربانيو او زحمتونو پايله ده، چې په ساتنه کې يې هم بايد ولسونه همکاري وکړي.د رياست الوزراء سياسي مرستيال د زرمت ولسوالۍ قومي مشرانو ته ډاډ ورکړ، چې اړوندو مسئولينو ته به يې د ستونزو د حل لپاره لازمې سپارښتنې وکړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button