سیاست او دولت

مولوي عبدالکبير: اسلامي امارت له توپير پرته ټولو قومونو ته د قدر په سترګه ګوري

د رياست الوزراء سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير پرون په سپېدار ماڼۍ کې د پنجشېر او ننګرهار له يو شمېر قومي مشرانو، علمای کرامو او ځوانانو سره ليدنه وکړه.

د رياست الوزراء سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير پرون په سپېدار ماڼۍ کې د پنجشېر او ننګرهار له يو شمېر قومي مشرانو، علمای کرامو او ځوانانو سره ليدنه وکړه.په دې ليدنه کې د قومونو مشرانو، علماوو او ځوانانو د اسلامي امارت له لاسته راوړنو او سياستونو څخه ستاينه وکړه او ويې ويل: حکومت په کمه موده کې ډېر بنيادي کارونه ترسره کړل، چې د ولسونو د هوساينې سبب شوي.دوی له اسلامي امارت څخه ملاتړ د ټولو افغانانو ديني او ملي مسئوليت وباله او د اسلامي نظام د ثبات او دوام لپاره يې هر راز همکارۍ ته چمتووالي وښود.هغوی د خپلو سيمو يو لړ ستونزې د حل په موخه د رياست الوزراء له سياسي مرستيال سره شريکې کړې.مولوي عبدالکبير له دوی څخه په مننې وويل، چې افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او اسلامي امارت له قومي، ژبني او سمتي تبعيض پرته ټولو قومونو ته د قدر په سترګه ګوري.نوموړي زياته کړه: الحمد الله نن په هيواد کې اسلامي نظام حاکم، په ټول هيواد کې سرتاسري امنيت تأمين او د هيواد هرې سيمې ته ودانيزې چارې په نظر کې نيول شوې دي.د رياست الوزراء سياسي مرستيال په خپلو خبرو کې زياته کړه؛ اوس د دې وخت راغلی چې ټول افغانان د هيواد په آبادۍ او د اسلامي نظام په ټېنګښت کې برخه واخلي.مولوي عبدالکبير يادو مشرانو او علماوو ته ډاډ ورکړ چې ستونزې به يې له اړونده ادارو سره په همغږۍ حل شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button