
مولوي عبدالسلام حنفي د کيور نړيوال روغتون د ډاکټرانو هڅې وستايلې
د رياست الوزراء اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي وړمه ورځ د کيور نړيوال روغتون له يو شمېر متخصصينو او ډاکترانو سره وکتل.
د رياست الوزراء اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي وړمه ورځ د کيور نړيوال روغتون له يو شمېر متخصصينو او ډاکترانو سره وکتل. د کيور سرطبيب ډاکتر يوسف خان هاشمي د دې روغتون د ډاکترانو او متخصصينو په استازيتوب د دې بنسټ د روغتيايي کادرونو له لوري د ترسره شويو روغتيايي فعاليتونو په اړه د رياست الوزراء اداري مرستيال ته معلومات وړاندې کړل. نوموړي وويل، چې د کيور نړيوال روغتون دروغتيايي کادرونو په نه ستړې کېدونکو هڅو سره د ټولنې له اړتياوو سره سم معياري او متوازن روغتيايي خدمتونه وړاندې کړي دي.سرچينې زياته کړه، چې د ټولنې د اړتياوو په اساس د دې روغتون د خدمتونو د پراختيا کوښښ کوي او په دې برخه کې پلانونه ترلاس لاندې لري.په همدې حال کې د رياست الوزراء اداري مرستيال په دې کتنه کې د ياد روغتون د ډاکټرانو د فداکاريو او هڅو ستاينه وکړه.نوموړي د خلکو ځاني او مالي امنيت او د خدمتونو په ځانګړي ډول د روغتيايي خدمتونو برابرول د اسلامي امارت له اساسي ژمنتياوو څخه وبلل او زياته يې کړه، چې د حکومت مشرتابه به په دې برخه کې خپلې هېڅ ډول هڅې درېغ نه کړي.