روغتیا

مولوي عبدالسلام حنفي د طبي شورا له غړو سره په کتنه کې :له ټولو اړوندو ادارو سره په همغږۍ دې روغتيايي فعاليتونه معياري شي

د افغانستان د اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي پرون د افغانستان د طبي شورا له عمومي رئيس ‌‌‌‌‌‌ډاکتر ګل محمد عثمان او غړيو سره وکتل. په دې کتنه کې د افغانستان د طبي شورا عمومي رئيس ‌‌‌‌‌‌ډاکتر ګل محمد عثمان د افغانستان د طبي شورا د کړنو او فعاليتونو او په هيواد کې د طب د معياري کېدو په برخه کې د يادې شورا د شتون د ارزښت او د طبابت د ودې په موخه د راتلونکو برنامو په اړه خبرې وکړې.د طبي شورا رئيس پر نړيوالو معيارونو د طبي مسايلو برابرول، په ټول هيواد کې د طب محصلينو ته د واحد درسي تعليمي نصاب برابرول، د روغتيا په برخه کې د ملي سمپوزیم ايجاد او د اړوندو ادارو ترمنځ د همغږې راوړل له اساسي موضوعاتو څخه وبلل ،چې اسلامي امارت د مسئولينو ځانګړې پاملرنه غواړي.د افغانستان د اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي د طبي شورا له رئيس او غړيو سره پر کتنه د خوښي څرګندولو ترڅنګ د څارنې، ارزونې او همدارنګه له اړوندو ادارو سره په همغږۍ په هيواد کې د طبابت د ودې لپاره د يادې شورا شتون مهم وباله.

د رياست الوزرا اداري مرستيال طبابت د هيواد له اساسي مسايلو څخه وباله چې متاسفانه په تېرو کلونو کې يې د ودې لپاره د پام وړ کار نه دی شوی، خو اسلامي امارت پورته يادو مسايلو ته جدي پاملرنه کړې.مولوي حنفي له طبي شورا وغوښتل چې له ټولو اړوندو ادارو سره په همغږۍ د معياري کېدو او خلکو ته د معياري خدماتو برابرولو لپاره زياتې هڅې وکړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button