ټولنه او کلتور

مولوي عبدالسلام حنفي: افغان کادرونه او شخصیتونه د هيواد پانګه ده

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي ریاضي دان، فیلسوف او د نړۍ د فلسفي ریاضي څېړنیز مرکز له ريیس محمد صدیق افغان سره لیدنه کړې. محمد صدیق افغان په خپلو خبرو کې اشغال د پای ته رسېدو او هېواد کې د اسلامي نظام د راتګ له امله خوښي څرګنده کړې او زیاته کړې یې ده، خلک له اسلامي نظام څخه زیاته توقع لري چې دا موضوع په بېلابېلو برخو کې د خلکو پر وړاندې د اسلامي امارت مسولیت نور هم زیاتوي. نوموړي همداراز د اسلامي امارت له مسولینو غوښتي، چې ښوونې او روزنې ته ځانګړې پاملرنه وکړي. د ریاست الوزرا اداري مرستیال ښاغلی افغان او د ده په څېر د افغانستان نور شخصیتونه د هېواد پانګه بللې. مولوي عبدالسلام حنفي ښوونه او روزنه د خلکو مسلم حق او د اسلامي امارت له تعهداتو بللي او ویلي يي دي، اسلامي امارت مسوولین به خلکو ته په بېلابېلو برخو کې د وړ او غوره خدماتو په موخه د خپلو حدودو په توان کې نه ستړې کېدونکي هلې ځلې کوي او په دې برخه کې به هیڅ راز هڅې درېغ نه کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button