سیاست

مولوي عبدالسلام حنفي: اسلامي امارت د سرتاسري امنيت لپاره جدي هڅې کوي

د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي وړمه ورځ د اهل تشيع يو شمېر علماوو او متنفذينو سره وکتل. په دې کتنه کې لومړي د ښار او کور جوړولو وزارت مرستيال شېخ مدار علي کريمي بامياني، سيد صوفي ګرديزي او ښاغلي سيد حسن شريفي بلخابي خبرې وکړې او د هيواد په کچه يې د عاشورا مراسمو د فرهنګي او امنيتي وضعيت په اړه معلومات ورکړل. هغوی د کابل ښار په مختلفو برخو او د ټول هيواد په کچه په تکيه خانو او جوماتونو کې د دغو مراسمو په جريان کې د امنيت تامين لپاره د اميرالمؤمنين (حفظه الله) د ځانګړې پاملرنې او شپه او ورځ د اسلامي امارت مجاهدينو هڅې وستايلې او په پاتې ورځو کې يې هم د افغانستان اسلامي امارت د مسئولينو د ځانګړې پاملرنې د دوام غوښتنه وکړه.په ورته وخت کې، مولوي عبدالسلام حنفي له اهل تشيع علماوو او متنفذينو سره په کتنې خوښي وښوده او ويې ويل: د اسلامي امارت مسئولين، امنيتي ارګانونه او مجاهدين شپه او ورځ هڅه کوي، ترڅو سرتاسري امنيت تامين وي او د افغان ملت هېڅ فرد زيانمن نه شي.د رياست الوزراء اداري مرستيال زياته کړه، اسلامي امارت د ټول افغان ملت د سرتاسري امنيت د تامين لپاره جدي هڅې کوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button