سیاست

مولوي عبدالسلام حنفي:پاکستان دې د افغان کډوالو د اېستلو پر پرېکړې بيا غور وکړي

د رياست الوزراء اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي وړمه ورځ په افغانستان کې د پاکستان له سفير عبيدالرحمن نظاماني سره وکتل.

د رياست الوزراء اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي وړمه ورځ په افغانستان کې د پاکستان له سفير عبيدالرحمن نظاماني سره وکتل.ارګ په يوه خبرپاڼه کې ليکلي، چې په دې کتنه کې، مولوي عبدالسلام حنفي وويل: افغانستان او پاکستان دوه ګاونډي او مسلمان هيوادونه دي، چې ترمنځ يې ښې اړيکې د دواړو هيوادونو په ګټه دي.مولوي عبدالسلام حنفي دې ته په اشارې، چې دواړه هيوادونه ډېر مشترکات لري وويل:  (( اسلامي امارت له ټولو ګاونډيو هيوادونو په ځانګړی  ډول پاکستان سره د ښو اړيکو او مثبت تعامل غوښتونکی دی))نوموړي په دې بيانولو سره چې پاکستان دې په وروستۍ يوې مياشت کې د افغان کډوالو د اېستلو پر پرېکړې بيا کتنه وکړي، ځکه دغه ډول تصميمونه په عامه افکارو کې منفي انعکاس لري، د دواړو ملتونو او هيوادونو ترمنځ د فاصلې رامنځته کېدو سبب ګرځي او د هېڅ لوري په ګټه نه دي.نوموړي څرګنده کړه، په تورخم او سپين بولدک کې دې د افغانانو د تګ راتګ لپاره آسانتياوې برابرې شي او له هغوی سره دې د اسلامي ورورولۍ او د ښه ګاونډيتوب پر اساس چلند وشي او همداراز د درملنې لپاره تللي ماشومان، ښځې او بېګناه نيول شوي کسان بايد له زندانونو خلاص شي.ورته مهال د پاکستان سفير عبيدالرحمن نظاماني د هرات د وروستيو زلزلو له امله په رامنځته شويو تلفاتو خواشيني څرګنده کړه او د خپل تسليت مراتب يې وړاندې کړل او ويې ويل: د اسلامي امارت پيغام او غوښتنې به په اسلام آباد کې خپلو مسئولينو ته ورسوم.نوموړي وويل: (( موږ په افغانستان کې په هر اړخيز ډول د وضعيت د ښه کېدو او په دې هيواد کې په اقتصادي، سياسي او سوداګريزو برخو کې د مثبت او ښه تحرک غوښتونکي يو))‏د پاکستان سفير وويل:  (( موږ هڅه کوو ټول هغه مسايل چې د دواړو هيوادونو ترمنځ د فاصلې رامنځته کېدو لامل کېږي په تفاهم حل کړو))د رياست الوزراء اداري مرستيال هم د دې کتنې په پای کې وويل:  ((اسلامي امارت هېڅ ګاونډي هيواد ته بد نيت نه لري او له ټولو هيوادونو سره نيکې، ښې او د متقابل تعامل پر اساس ولاړې اړيکې غواړي.))

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button