سیاست او دولت

مولوي عبدالسلام حنفي:اسلامي امارت د کاري فرصتونو د رامنځته کولو په هڅه کې

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي پرون د هیواد د بېلابېلو ولایتونو له یو شمېر کڼو هیوادوالو سره په ارګ کې وکتل.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي پرون د هیواد د بېلابېلو ولایتونو له یو شمېر کڼو هیوادوالو سره په ارګ کې وکتل.په دې کتنه کې کڼو د هیواد پر سرتاسري امنیت خوښي څرګنده کړه او دا یې د هیواد د پرمختګ په پار مناسب فرصت وباله.د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په دې کتنې د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ وویل، اسلامي امارت د مسوول حکومت په توګه، د سرتاسري امنیت د ټینګښت، د ټولنیزې هوساینې رامنځته کول، د کارموندنې زمینې برابرول او د ټولنې هر فرد ته د زده کړو اسانتیا رامنځته کول خپله ژمنتیا بولي.

مولوي حنفي وړاندې وویل چې اسلامي امارت د هیوادوالو ستونزو ته رسېدنه کوي او په دې برخه کې به له هېڅ هڅې درېغ ونه کړي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال زیاته کړه، د اسلامي امارت مسوولین د ښوونې او روزنې، د هیوادوالو د ستونزو له منځه وړلو او په هیواد کې د اقتصادي او کاري فرصتونو رامنځته کولو لپاره تل هڅه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې وړمه ورځ د اطلاعاتو او کولتور وزیر ملا خیرالله خیرخواه هم له کڼو سره وکتل او ټینګار یې وکړ چې د دوی له وړتیاوو او مسلکي پوهې دې ګټه پورته شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button