سیاست او دولت

مولوي ذبیح الله مجاهد:د دوحې غونډه بریالۍ وه

54 / 100

د دوحې ناستې لپاره داسلامي امارت پلاوي مشر مولوي ذبیح الله مجاهد د دغې ناستې تر پای ته رسېدو وروسته له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې یاده ناسته کې د اسلامي امارت غوښتنې منل شوې دي او یاده غونډه بشپړه بریالۍ وه. ښاغلي مجاهد د دوحې درېیمه ناسته مثبته بللې په خبره یې، له خصوصي سکټور څخه ملاتړ، له نشه یې توکو سره مبارزې په برخه کې همکاري کول او له افغان بزګرانو څخه ملاتړ د اسلامي امارت غوښتنې وې، چې د دغې ناستې د ګډون کوونکو له لوري منل شوې دي. نوموړي زیاته کړې، د دوحې دوه ورځنۍ ناسته کې یې د هېوادونو او سازمانونو له استازو سره مثبتې خبرې اترې درلودې. ښاغلي مجاهد تر دې وړاندې هم ویلي و، چې د دوحې ناستې ګډونوالو په افغانستان کې د اقتصادي او بانکي محدودیتونو لرې کولو ژمنه ورکړې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button