ټولنه او کلتور

مولوي ذبیح‌الله مجاهد مبارزینو  او فعالانو ته:هر څه بايد له دقیقي او کره څېړنې وروسته خپاره شي

د کندهار والي او د اسلامي امارت وياند له لسګونه مبارزینو او فعالانو سره وکتل

د کندهار سرپرست والي حاجي ملا او د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وړمه ورځ له لسګونو مبارزینو او فعالانو سره وکتل.

د په دې کتنه کې ذبیح‌الله مجاهد مبارزینو ته ډاډ ورکړ، چي تر بل هر وخت اوس د اسلامي مبارزې لپاره ښه زمینه برابره شوې او تاسي کولای شئ هرځای خپله مقدسه مبارزه مخته یوسئ او د خپلې مبارزې پر مټ د هېوادوالو فکرونه جوړ کړئ، ځکه که مو د خلکو فکر مثبت جوړ کړ، نو د ملت اصلي بنیاد مو جوړ کړی دی.

مجاهد له مبارزينو وغوښتل، چې د لیکنو پر وخت یې اغېز هم وسنجوئ، د ګمان پر اساس څه مه لیکئ، هر څه مو بايد تر دقیقي او کره څېړنې وروسته خپاره شي.

ورته مهال د کندهار سرپرست والي حاجي ملا بيا له مبارزينو وغوښتل، چې ولس ورورولۍ ته راوبولي او په ټولنه کې د اصلاح لپاره کار وکړي.

حاجي ملا زیاته کړه، چې کفري نړۍ اوس هم زموږ د نظام پر وړاندې د منفي تبلیغاتو پرمټ هڅه کوي چې د هېوادوالو فکرونه خراب کړي، ضروري ده چې د نړۍ سره د قلم پر مټ سیالي او مبارزه وکړو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button