هیواد

مولوي ذاکر:  نړيوالو غونډو کې د اسلامي امارت د استازي شتون اړين دی

د رياست الوزراء د سياسي معاونيت د دفتر عمومي رئيس مولوي ذاکر د يوناما د سياسي برخې له مسئول سکاټ سميټ سره ليدنه کړې.سکاټ سميټ د افغانستان په اړه، په دوحه کې د ملګرو ملتونو د راتلونکې ناستې په اړه خبرې کړي او ويلي يي دي؛ په دې ناسته کې به د ملګرو ملتونو سرمنشي هم ګډون وکړي او د دواړو لوريو پر اندېښنو او غوښتنو به خبرې وشي.نوموړي زياته کړې؛ په ياده ناسته کې به له افغانستان سره د بشري او پراختيايي مرستو دوام او د نړيوالې ټولنې او اسلامي امارت ترمنځ د تعامل او اړيکو پراختيا د اجنډا نورې برخې وي.ښاغلي سميټ هيله ښودلې، چې له دې ناستې څخه د يوه فرصت په توګه استفاده وشي او دغه ناسته د افغانستان او نړيوالې ټولنې ترمنځ د اړيکو د پياوړتيا لپاره رغوونکي رول ولوبوي.د رياست الوزراء د سياسي معاونيت د دفتر عمومي رئيس ويلي؛ اسلامي امارت په دې باور دی، چې د ستونزو حل خبرې دي او اړتيا ده، چې په ټولو نړيوالو ناستو کې د اسلامي امارت استازي شتون ولري.نوموړي غوښتنه کړې، په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ هم بايد د اسلامي امارت په اختيار کې ورکړ شي، تر څو امارت له دې فرصت څخه په استفادې د نړيوالو اندېښنو ته ځواب ووايي او خپل پيغام  ورورسوي.مولوي ذاکر ټينګار کړي، چې په افغانستان کې د بشپړ امنيت په راتګ سره ټولو اقوامو او هيوادوالو ته د ارامه او سوکاله ژوند زمينه برابره شوې ده، اسلامي امارت له هېچا سره د پخوانۍ دندې له امله حساب نه کوي.نوموړي ويلي؛ اسلامي امارت له ټولو هيوادونو سره ښې اړيکي غواړي او يوناما کولای شي، چې په دې برخه کې خپل مهم رول ترسره کړي.د رياست الوزراء د سياسي معاونيت د دفتر عمومي رئيس د دوحې ناسته د افغانستان لپاره ښه فرصت بللي او غوښتنه يې کړې، چې د اسلامي امارت پر مشرانو لګېدلي بنديزونه غير عادلانه دي او بايد پای ته ورسېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button