ټولنه او کلتور

مولوي حبیب الله آغا: اوس د دې وخت دی چې دیني او عصري علم زده کړو او د هېواد په پرمختګ او سوکالۍ کې خپل اسلامي او ملي مسئولیت اداء کړو

  د پوهنې وزارت سرپرست مولوي حبیب الله آغا چې د کاردان ښوونیزې مؤسسې له کمپلکس څخه د لیدنې پرمهال وویل اوس د دې وخت دی چې دیني او عصري علوم زده کړو او د خپل هېواد په پرمختګ او سوکالۍ کې خپل اسلامي او ملي مسئولیت اداء کړو.

  د پوهنې وزارت سرپرست مولوي حبیب الله آغا چې د کاردان ښوونیزې مؤسسې له کمپلکس څخه د لیدنې پرمهال وویل اوس د دې وخت دی چې دیني او عصري علوم زده کړو او د خپل هېواد په پرمختګ او سوکالۍ کې خپل اسلامي او ملي مسئولیت اداء کړو.

د یادې کتنې پرمهال د کاردان علمي مؤسسې رئیس د پوهنې وزارت مشرتابه ته، د یاد کامپلکس د جوړښت، کړنو او تدریسي مېتودونو په اړه هر اړخیز معلومات ورکړل.

ورپسې د پوهنې وزارت سرپرست د یاد بنسټ د مشرتابه له مېلمه پالنې څخه د مننې ترڅنګ وویل چې افغانستان په ټولو دیني او علمي برخو کې روزل شوي او علمي کادرونه لري؛ موږ غواړو چې د خپل ګران هېواد د پرمختګ او پر ځان بسیاینې په برخه کې د دوی له علمي لاسته راوړنو او تجربو څخه غوره ګټه پورته کړو.

هغه وویل: «د لوی خدای (ج) په مرسته به افغانستان له شا تګ څخه وژغورو؛ خپلو خلکو ته د هوسا ژوند زمینه برابره کړو، او دا زما د اوږد مهاله هیلو څخه دي.»

د پوهنې وزارت سرپرست د یاد ښونیزو بنسټ له مسئولينو سره يو ځای د کاردان علمي کمپلکس د ښوونځيو له څانګو او ټولګيو څخه ليدنه وکړه، چې په ترڅ کې يې د یاد بنسټ د رئيس له لوري توضېحات ورکړل شول.

د پوهنې وزارت مشرتابه د هېواد له هغو پوهنې مسئولینو مننه وکړه، کوم چې د ښوونیزو او تحصیلي بنسټونو په جوړولو سره یې د نړۍ په کچه د مسلکي کسانو د ښوونې او روزنې په برخه کې فعاله ونډه اخیستې او دوی ته یې ډاډ ورکړ، چې د پوهنې وزارت به د پوهنې د ټولو مینه والو او فعالانو سره د ښوونې د لاپرمختګ په برخه کې د ښه همکار په توګه پاتې
شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button