
مولوي امیرخان متقي: ملي ګټو ته ژمنتیا او د مشرانو اطاعت ستاسو د کامیابۍ راز دی
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي د کرکټ ملي لوبډلې مسولینو او لوبغاړو سره لیدنه کړې.
په لیدنه کې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر لوبغاړو ته د ښه راغلاست ترڅنګ ویلي يي دي، چې افغانستان قوي او پیاوړې کرکټ لوبډله لري او ټول لوبغاړي یې د هېواد لپاره ویاړ دي.
مولوي امیر خان متقي د کرکټ ادارې مسولینو او لوبغاړو ته په خپلو خبرو کې ویلي؛ کرکټ او نور ورزشونه کولای شي، چې د سیمې او نړۍ په کچه د ولسونو او نظامونو ترمنځ د مثبتو اړیکو او د نیږدې والي سبب وګرځي.
ښاغلي متقي زیاته کړې؛ په کور دننه او بهر اسلامي او ملي ګټو ته ژمنتیا او د خپلې ادارې ښه اطاعت ستاسو د کامیابۍ راز دی، تاسي کوښښ وکړئ مثبت ذهنیتونه وړاندې کړئ او په عمل کې مو خپله دینداري، اسلامي اخلاق او هیودانۍ مینه ښکاره کړئ.
همداراز د بهرنیو چارو سرپرست وزیر له لوبغاړو غوښتي؛ چې خپل منځي همږغي او صمیمیت ته لا زیاته پاملرنه وکړي او خپلو لوبیزو زده کړو ته دوام ورکړي، تر څو د تل په څېر په ملي او نړیواله کچه د هېواد لپاره لاسته راوړنې ولري.
دغه راز ښاغلي متقي زیاته کړې، لوبغاړي باید دا درک کړي چې افغان حکومت او ولس یې په هر ډول شرایطو کې همکار دی.
د کرکټ بورډ سرپرست رییس میرویس اشرف او د لوبډلې کپتان حشمت الله شهیدي د ټولو لوبغاړو په استازولۍ د بهرنیو چارو له وزیر څخه مننه کړې، چې همېشه یې لوبغاړي تشویق کړي او د کرکټ بورډ له ادارې سره یې خپله همکاري جاري ساتلې.
ښاغلي اشرف د بهرنیو چارو له وزیر سره د لوبغاړو ځینې غوښتنې او اړتیاوې شریکې کړې، چې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړی.
په لیدنه کې ټولو لوبغاړو له اسلامي امارت څخه مننه کړې، چې د کرکټ بورډ مالي ملاتړ او د لوبغاړو وړتیاوو ته یې جدي پاملرنه کړې.
یادو لوبغاړو خوښي څرګنده کړې، چې افغان حکومت تر دې مهاله د کرکټ په ملي لوبډله کې هیڅ ډول شخصي غوښتنې او مداخلې نه دي کړي، بلکې د مسولنیو له لورې همېشه د روڼتیا، یووالي او ملي ګټو په نظر کې نیولو سره ورته توصیې شوې دي.
مولوي امیر خان متقي په بهرنیو لیګونو کې د بوختو افغان کرکټ لوبغاړو لپاره د بریا او سلامتیا دعا کړې، او په هر میدان کې یې افغان لوبغاړو ته د اسلام، هېواد او اسلامي نظام د ځلا او پرمختګ هیله څرګنده کړې.