مولوي امیرخان متقي د پاکستان د سرپرست حکومت د بهرنيو چارو له وزير سره وکتل
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي او مل پلاوي یې د ټرانس هماليا فورم درېیمې ناستې په څنډه کې د پاکستان د سرپرست حکومت د بهرنيو چارو وزير جليل عباس جيلاني سره وکتل.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیاء احمد تکل په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې دواړو لوريو پر دوه اړخيزو اړيکو، دوه اړخيزې سوداګرۍ، د افغان سوداګرو او په پاکستان کې د افغان کډوالو پر ستونزو اوږدې خبرې وکړې.
تکل زیاته کړې، چې د بهرنيو چارو وزارت سرپرست پاکستاني لوري ته په ډاګه کړه چې منفي رسنيزې څرګندونې، د ترانزیټ او تګ راتګ پر وړاندې ستونزې پیدا کول او د افغان کډوالو ځورول پر دوه اړخيزو اړيکو او د دواړو هېوادونو پر اقتصادي وضعیت اغېز پرېباسي.
نوموړي زیاته کړه، چې دا ډول پرېکړې او اقدامات باید په ژور فکر او سړه سینه وشي.
پاکستاني لوري ټينګار وکړ چې د اختلاف وړ مسايل دي د خبرو اترو او تفاهم له لارې حل شي.