مولوي امیرخان متقي د اسلامي امارت ټولو استازولیو ته د نویو پرمختګونو او لاسته راوړنو زېری ورکړ
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي پرون د هیواد دننه او بهر د سیاسي او قونسلي استازولیو له مسئولینو، ولایتي نمایندګیو او مرکزي ریاستونو له رئیسانو او کارکوونکو سره د نېکمرغه لوی اختر مبارکۍ په مناسبت جوړو شوېو دوه بېلابېلو غونډو کې ګډون وکړ.

د بهرنیو چارو وزارت په تویتر پاڼه کې راغلې چې په دې غونډو کې چې د مرکزي ریاستونو له رئیسانو او کارکوونکو سره په حضوري بڼه او د ولایتي نمایندګیو او بهر مېشتو استازولیو سره په آنلائن بڼه ترسره شوې، د یو شمېر بهرنیو استازولیو لکه: پاکستان (اسلام آباد، پېښور، کوټه، کراچي)، ایران (مشهد، زاهدان)، ترکمنستان (عشق آباد، ماري)، ازبکستان (تاشکند، ترمذ)، قزاقستان (الماتا)، قرغیزستان (بشکیک)، روسیه (مسکو)، مصر (قاهره)، سعودي عربستان (جده)، قطر (دوحه)، کویت (کویت)، چین (بیجینګ)، مالیزیا (کوالالمپور)، اندونیزیا (جاکارتا)، متحده عرب امارات (دبۍ)، هند (ممبۍ، حیدراباد)، ترکیه (استانبول، انقره)، اسلامي همکاریو سازمان او یو لړ اروپا مېشتو استازولیو مشرانو ګډون کړی و.
د بهرنیو چارو وزیر په پیل کې د اختر مبارکۍ تر څنګ د ټولو مسئولینو د فعالیتونو ستاینه وکړه او د هغوی له هر اړخیزو کوښښونو یې قدرداني وکړه.
ښاغلي متقي په سیاسي، تجارتي او اقتصادي ډګرونو کې د نویو پرمختګونو او لاسته راوړنو زیری ورکړ او هغوی یې وهڅول چې نور هم د دین او ملت خدمت ته مټې را بډ وهي.
د غونډې په بهیر کې ټولو ګډونوالو د دا ډول مراسمو ځانګړې مننه وکړه، او د هیواد او ولس لپاره یې د هر راز خدمت او همکارۍ ژمنه وکړه.