سیاست

مولوي اميرخان متقي: نړيوال پر اسلامي امارت د فشارونو د زياتولو هڅه کوي

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت سرپرست مولوي اميرخان متقي پرون د افغانستان لپاره د ناروې شاهي دولت له سرپرست سفير پال کلومان بکن سره په کتنه کې وويل ،چې له سترو لاسته راوړنو سره سره نړيوال تردې دمه له افغانستان سره مناسب تعامل ته نه دی را وړاندې شوي او پر اسلامي امارت د فشارونو د زياتولو هڅه کوي.د ياد وزارت وياند په خپله ټويټرپاڼه ليکلي، چې په کابل کې د ناروې سفير په دغې کتنه کې د سرتاسري امنيت د ټينګښت، دپولي ثبات رامنځته کولو، نشه يي توکو او فساد سره د مبارزې په برخه کې د اسلامي امارت فعاليتونه وستايل.د سرچينې د معلوماتو له مخې،  د بهرنيو چارو وزارت سرپرست په دغې کتنه کې وويل، چې د تېرو ۲۰ کلونو پر پرتله په هيواد کې له سترو لاسته راوړنو سره سره نړيوال تراوسه له افغانستان سره مناسب تعامل ته نه دي را وړاندې شوي او برعکس يې هڅه کړې، چې پر اسلامي امارت فشارونه لا زيات کړي، چې دا کار د دواړو لورو ترمنځ د باور جوړونې لپاره په زيان تمام شوي او د ولس پر ذهنيت يې بد اثر کړی.د يادونې وړ ده، چې په دغې کتنه کې د نورو موضوعاتو ترڅنګ د باور جوړونې په برخه کې پر ګډو هڅو ټينګار وشو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button