سیاست

مولوي اميرخان متقي د ملګرو ملتونو له ځانګړې استازې سره په کتنه کې:په افغانستان کې پر سوداګرۍ لګېدلي محدوديتونه دې لرې شي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اوتونبايوا او د يوناما د بشري مرستو مرستيال ډانيل انډريس په کابل کې د بهرنيو چارو له وزير امير خان متقي سره کتلي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اوتونبايوا او د يوناما د بشري مرستو مرستيال ډانيل انډريس په کابل کې د بهرنيو چارو له وزير امير خان متقي سره کتلي. د بهرنيو چارو وزارت مرستيال وياند ضيا احمد تکل په ټويټر پاڼه ليکلي، چې د بهرنيو چارو وزير، مولوي اميرخان متقي، ډانيل انډريس ته د نوموړي په نوې دنده کې د برياليتوب د هيلې تر څنګ د افغانستان د اسلامي امارت له خوا د هر ډول همکارۍ ډاډ ور کړ او غوښتنه يې وکړه، چې له افغانستان سره کېدونکې مرستې دې په داسې توګه عيارې شي، چې د عامو وګړوپه ژوند کې بدلون راولي.د بهرنيو چارو وزير ويلي نړيواله ټولنه بايد د بشري مرستو تر څنګ د افغانستان د خلکو پر سوداګرۍ لګولي محدوديتونه لرې کړي او هغوی ته د باعزته کاروبار فرصت ورکړي.د يادونې وړ ده چې د افغانستان پانګوال وايي: په تېرو نږدې دوو کلونو کې له لويه سره بهرنيو هيوادونو ته پيسې د حوالو له لارې استوي او پر بانکونو د پيسو استول ډېر محدود دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button