سیاست او دولت

مولوي اميرخان متقي: د خپلواک فلسطين لپاره دې اسلامي نړۍ غږ پورته کړي

اسلامي امارت د بهرنيو چار وزارت سرپرست مولوي اميرخان متقي د ايران په پلازمېنه تهران کې د فلسطين د قضيې په تړاو جوړ شوي نړيوال عالي رتبه مشورتي سياسي کنفرانس ته په وينا کې وويل، چې اسلامي نړۍ بايد پر يوه خوله د ازاد فلسطين لپاره غږ اوچت او پر غزه کې د روان قتل عام پر وړاندې ودرېږي.ن

اسلامي امارت د بهرنيو چار وزارت سرپرست مولوي اميرخان متقي د ايران په پلازمېنه تهران کې د فلسطين د قضيې په تړاو جوړ شوي نړيوال عالي رتبه مشورتي سياسي کنفرانس ته په وينا کې وويل، چې اسلامي نړۍ بايد پر يوه خوله د ازاد فلسطين لپاره غږ اوچت او پر غزه کې د روان قتل عام پر وړاندې ودرېږي.نوموړي په غزه کې د اسرائيلي صهيونيستي يرغلګرو ځواکونو له لوري د بې ګناه وګړو قتل عام په کلکو ټکو وغانده او نړيواله ټولنه يې په دې تړاو پر دوه ګوني چلند تورنه کړه.متقي زياته کړه، چې افغانستان په تېرو شلو کلونو کې د بې شمېره نړيوالو تناقضاتو قرباني و نو ،ځکه افغان ولس د فلسطينيانو درد ښه درک کولای شي.نوموړي د ايران له حکومت څخه د دې سياسي کنفرانس د جوړېدو له کبله مننه وکړه او زياته يې کړه، چې نړۍ په ځانګړي ډول اسلامي هيوادونه بايد په غزه کې د روان وحشت د پای ته رسولو په موخه ګامونه لا ګړندي کړي.د بهرنيو چارو وزارت سرپرست همدارنګه وويل ،چې نړيواله ټولنه په غزه کې د اسرائيلي يرغلګرو ځواکونو له لوري د بشري حقونو د نقضولو په تړاو پټه خوله ده، خو په اسلامي امارت يې پر همدې پلمه بنديزونه لګولي، چې له کبله يې افغان ولس له ستونزو سره لاس او ګريوان دی.د يادونې وړ ده، چې د افغان حکومت تر دې وړاندې هم پر غزه باندې د صهيونيستي رژيم د يرغلګرو ځواکونو بريد او هلته د دغه ځواکونو له لوري روان وحشت په کلکو ټکو غندلی و.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button