سیاست

مولوي اميرخان متقي به د مسکو فارمټ غونډه کې ګډون وکړي

د افغانستان په تړاو د نړيوالو غونډو په دوام په پام کې ده، چې په راتلونکو دوو اوونیو کې د روسیې په کوربه توب، په کازان ښار کې د مسکو فارمټ مشورتي غونډه جوړه شي. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویانده په دغه خبري غونډه کې د مسکو فارمټ د اجنډا په تړاو ویلي، چې د دغې غونډې ګډونوال به د افغانستان د اوسني وضعیت، د افغانانو تر منځ د خبرو اترو، له کلونو جګړې وروسته د افغانستان د بیارغونې او د سیمې هېوادونو د امنیت تظمین په تړاو خبرې وکړي. ا.ا وايي، د مسکو فارمټ غونډه کې به د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د ا.ا په استازیتوب ګډون وکړي. د سرپرست حکومت ویاند بیا وايي، هره غونډه چې د افغانستان په ګټه وي، هرکلی یې کوي. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په وینا دا به د افغانستان په تړاو د مسکو فارمټ پنځمه غونډه وي. دغه وزارت زیاتوي چې د غونډې په پای کې به ګډون کوونکي هېوادونه یو ګډ پرېکړه لیک هم صادر کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button