سیاست او دولتهیواد

مولوي اميرخان متقي: اسلامي امارت ملګرو ملتو سره رغنده تعامل ته لېوالتيا لري

د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزارت سرپرست مولوي اميرخان متقي وړمه ورځ د ملګرو ملتونو ځانګړي همغږي کوونکي فريدون سينيرلي اوغلو سره په کتنه کې د اسلامي امارت پر وروستيو ديپلوماتيکو پرمختګونو، د خپلواکې ارزونې وړانديزونو او د دوحې د راتلونکې ناستې په اړه هراړخيزې خبرې وکړې. په دې کتنه کې د بهرنيو چارو وزارت سرپرست مولوي اميرخان متقي په کابل کې ((د افغانستان د سيمه‌ييزې همکارۍ ابتکار)) د ناستې او په بيجينګ کې د افغانستان د سفير د باورليک منلو په تړاو معلومات وړاندې کړل او دا يې په ډيپلوماتيک ډګر کې د امارت لپاره هيله ‌بښونکي پرمختګونه وګڼل. مولوي اميرخان متقي يو ځل بيا تکرار کړه، چې اسلامي امارت د ملګرو ملتونو سازمان سره رغنده تعامل ته لېوالتيا لري.ده د سينيرلي اوغلو شخصي هڅې وستايلي او د دوحې  ناستې د بريا هيله يې څرګنده کړه.نوموړي همدارنګه د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د ۲۷۲۱ پرېکړه‌ليک په تړاو د اسلامي امارت دريځ تکرار کړ، سينيرلي اوغلو په خپلواکې ارزونه کې د مثبتو ټکو هرکلي وکړ او ټينګار يې وکړ چې د افغانستان اوسني وضعيت او د يوناما په شتون کې د بل اضافي ځانګړي استازي ګومارنې ته کوم موجه دليل او اړتيا نه ليدل کېږي. ورته مهال سينيرلي اوغلو په خپل وار وويل، چې په کابل کې يې د تېرې اوونۍ ((د افغانستان د سيمه‌ييزې همکارۍ ابتکار)) ناسته له نږدې څارله او په کاميابۍ سره يې د ترسره کولو له امله د بهرنيو چارو وزارت ته مبارکي ورکړه.د ملګرو ملتونو همغږي‌ کوونکي د دوحې  ناستې په اړه د خپلو سفرونو او بحثونو په اړه معلومات وړاندې کړل او ټينګار يې وکړ ،چې د دوحې ناستې موخه افغانستان سره د يوې دوامداره پروسې له لارې د نړيوالې ټولنې مسلسل تعامل دی، تر څو په سياسي برخه کې لا زيات پرمختګونه وشي. سينيرلي اوغلو وويل، چې په خپله خپلواکه ارزونه کې يې غوښتنه کړې ،چې په کابل کې د نورو هيوادونو ديپلوماتيک حضور زيات شي، د افغانستان پر مرکزي بانک د بنديزونو د لرې کولو په اړه خبرې وشي او همداراز افغانستان سره تخنيکي او پراختيايي مرستې هم پيل شي. ده هيله څرګنده کړه چې نړيوال بانک به په نږدې راتلونکي کې د افغانستان په اړه مثبته پرېکړه وکړي. سينيرلي اوغلو وويل، چې د دوحې راتلونکې ناسته کې د بهرنيو چارو وزارت ته بلنه ورکړ شوې ده او اوس د امارت د ګډون په اړه د ګډونوالو ترمنځ اجماع رامنځ ته شوې ده. نوموړي هيله څرګنده کړه چې د دوحې په ناسته کې د امارت پلاوي په لوړه کچه ګډون وکړي. په پای کې د بهرنيو چارو وزارت سرپرست مولوي اميرخان متقي د ملګرو ملتونو د همغږي‌کوونکي له معلوماتو مننه وکړه او زياته يې کړه ،چې امارت ملګرو ملتونو سره ګډ کار غواړي او په ټوله کې د دوحې ناسته يو ښه فرصت ګڼي. نوموړي زياته کړه، چې د غونډې د جوړښت، اجندا او ترکيب په تړاو له مفصلو معلوماتو وروسته به اسلامي امارت د ګډون په اړه پرېکړه وکړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button