سیاست او دولت

مولانا فضل الرحمن: نړيوال بايد د اسلامي امارت د رسميت پېژندنې لپاره اقدام وکړي

د پاکستان د جمعيت علماي اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن له ملي تلوېزيون سره په ځانګړې مرکه کې ويلي؛ اسلامي امارت ټول نړيوال معيارونه پوره کړي او نړيوالو ته هم پکار ده، چې د رسميت پيژندنې په موخه يې اقدام وکړي. ((زه له ټولې نړۍ غواړم چې د افغانستان اسلامي امارت دې په رسميت وپېژني. که څه هم چې اسلامي امارت په عملي ډول په رسميت پېژندل شوی، د ټولو هيوادونو سفارتونه پرانيستي او په بهرنيو هېوادونو کې هم د افغانستان سفارتونه خپلې چارې مخته وړي.))نوموړي زياته کړې، چې پاکستان او افغانستان ګډ کلتور لري او دوه نه بيلېدونکي ګاونډيان دي.دغه‌راز  ده هيله څرګنده کړې، چې د دواړو هيوادونو ترمنځ شته ستونزې به حل شي.

(( زموږ سرحدات په داسې ډول يو له بل سره تړلي، چې قومونه، نسبونه، کلتور او ژبه مو پکې شريک دي او دواړه يو بل ته اهميت لري.))د پاکستان د جمعيت علماء ګوند مشر دغه راز زياتوي: افغان کډوال پاکستان کې ميلمانه دي او پکار ده، چې د ايستلو په موخه يې دواړه هيوادونه په ګډه يو ميکانيزم جوړ کړي.          حسيب الله پذيري

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button