سیاست

مهاجر فراهی: افغانستان کې څلورو قوتونو خپلې ماتې تجربه کړي

د افغانستان اسلامي امارت د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معیين او د هرات مرستیال والي مهاجر فراهي د روسیې په سن‌ پترزسبورګ ښار کې جوړ شوي نړیوال کلتوري فورم ته په وینا کې ویلي، چې په تېره یوه پېړۍ کې د نړۍ څلورو قوتونو، انګلستان، شوروي اتحاد، امریکا او ناټو په افغانستان کې د پوځي اشغال ترڅنګ د کلتوري اشغال هڅه هم وکړه، هغه هڅه چې د دوی په ماتې سره بې پایلې شوه.نوموړي دغه راز زیاته کړې، چې افغانستان کې سنتي کلتور یو ستر حقیقت دی او خلکو ته یې لومړیتوب لري او هغه کلتورونه چې د اسلام مبارک دین ورته اجازه ورکړې، هڅه کېږي کار ورته وشي او پرمخ ولاړ شي.مهاجر فراهي دغه راز کلتور د نړۍ هېوادونو ترمنځ د حسنه اړیکو د پاللو لپاره مهمې بللي او د یو او بل کلتور ته پر درناوي کولو یې ټینګار کړی دی.

د اسلامي امارت دغه چارواکي همدارنګه له هېوادونو څخه غوښتي، چې له کلتوري یرغلونو څخه ډډه وکړي او د زور او فشار له لارې د نورو د کلتورونو د له منځه وړلو هڅه وه نه کړي.

فراهي همدارنګه د فورم له ګډونوالو څخه غوښتي، چې د فلسطین د خلکو په ملاتړ او د صهیونستي نظام د ظلمونو په غندلو کې خپل غږ پورته کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button