ګزارش

مهاجر فراهي: د بیهقي غرفې به ټولو ولایتونو ته وغځیږي

د اطلاعات او کلتور وزارت د خپرونو چارو معینیت، د بیهقي کتاب خپرولو ریاست، په یوه پرتمینه غونډه کې علمي کادرونه وستایل.

د اطلاعات او کلتور وزارت د خپرونو چارو معینیت، د بیهقي کتاب خپرولو ریاست، په یوه پرتمینه غونډه کې علمي کادرونه وستایل.

د دغو علمي کادرونو په استازولۍ له کابل او ولایاتو څخه راغوښتل شوي استازو ته د بیهقي د کتاب خپرولو ریاست لخوا د پنجشنبې په ورځ د کابل په سرینا هوټل کې ستاینغونډه نیولې وه، چې د اطلاعات او کلتور وزارت، د خپرونو چارو معین مهاجرفراهي او راغلو استازو سربېره د د یاد وزارت د ورځپاڼو او باختر اژانس رئیسان او له نورو مختلفو ادارو څخه پکې دولتي مسوولینو ګډون کړی وو.

د بیهقي ریاست د قرانکریم لیکلو امر عزت الله عابد و ویل، چې له فتحې وروسته د قراني او علمي اثارو تصنیف، تالیف او چاپولو برخه کې مو په کم وخت کې زیاتې لاسته راوړنې درلودلې. دی د قرانکریم په برخه کې وايي: د قرانکریم په برخه کې مو د افغانستان په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره ۱۸ ډوله په بېلابېلو سایزونو کې قرانکریمونه پشنهاد کړي دي، چې تر دې دمه مو ۱۲ ډوله بېلابېل سایزونو کې ۱۲ زره ټوکه چاپ کړي دي، چې ۲۳ زره مو نور پشنهاد کړي دي، چې ډېر زر به لاسته راشي. عابد وایي چې د یادو قرانکریمونو خطاطي، میناتوري، صحافت او چاپ یې ټول افغاني دی. دهٔ ګډوانولو ته په قراني، فرهنګي او علمي برخو کې ځینې پوښتنې، اندېښنې او پلانونه تشریح کړل او له ګډونوالو څخه یې وغوښتل چې د مشورې په ډول دې دغو پوښتنو، اندېښنو او پلانونه ته ځواب و وايي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت سلاکار نظام الدین شایق خبرې بیا تر ډېره په ژبه، ادب او ژباړه راڅرخېدلې، چې په وینا یې لیکوالان او شاعران د ټولنې سترګې، خوله، غوږونه او پښې دي، خو د دوی کار اغزن مزل دی او پولادي هوډ غواړي. نوموړي د ژباړې په ځینو مشکلاتو هم خبرې وکولې او له ځوانانو یې وغوښتل چې د خپل فرهنګ په قوي کولو کې دې ونډه واخلي.

غونډه کې ځینو راغلو استازي کادرونو له حکومته بېلابېلې غوښتنې هم لرلې، چې په وینا یې د قرانکریم لیکلو امریت دې په وزارت\ریاست تبدیل شي، قاریان، میناتوران او خطاطانو او لیکوالانو ته دې مادي او معنوي پاملرنه وشي، ځانګړي مرکزونه دې ورته جوړ کړي، بورسونه دې ورته برابر شي او په اړوند برخو کې دې داسې کمېټې جوړې کړي، چې د هغوی کارونه و ارزوي او هېوادوالو ته یې وړاندې کړي.

حمیدالله ویاړ د یاد ریاست د چاپ او خپرولو امر د بیهقي د کتاب خپرولو لیکنې د ډول او لاسته راوړنو په هکله یې خبرې وکړلې، هغه د تحقیق، تالیف او تصنیف تر منځه توپیر ته قایل و، چې په وینا یې ځیني یې سره یو ګڼي. نوموړي و ویلې، چې دغه ریاست ټول هغه کتابونه چاپوي چې افغاني او اسلامي ارزښت ولري، اړتیا ورته وي، منځپانګه یې تکراري نه وي، عام فهمه، د پوهېدلو او لوستلو وړ وي او محتوا یې مهمه وي. دی د دغه ریاست د لاسته راوړنو په اړه وایي: ۱۴۰۲ کال کې مو تر اوسه پورې ۳۷ کتابونه چاپ کړي دي، د چاپ لپاره ۲۰ جلده کتابونه تالیف او ژباړل شوي دي، فعلاً ۱۶ جلده کتابونه تر چاپ لاندې دي، چې په دې سره په دې کال کې د چاپ شمېر ۵۳ جلده کتابونو ته ورسېږي. هغه دا هم و ویلې، چې د بیهقي ریاست هر کال درې ډوله جیبي، مېزي او دېوالي کالیزې چاپوي، چې دې برخه کې یې د خپل سره چاپي کالیزو مخه هم نیولې ده.

غونډه کې د ځينو معلوماتو او غوښتنو څخه وروسته د اطلاعات او کلتور وزارت، د خپرولو چارو معین حیات الله مهاجر فراهي هم ګډونوالو ته خبرې وکړې او هغوی ته یې ډاډ ورکړ چې غوښتنې به یې ارزول کېږي، تر لوړ پوړو چارواکو به یې رسوي او د حل لار به ورته پیدا کوي. فراهي و ویل: د دغو خلکو وړاندیزونه، غوښتنې او پشنهادونه مو واورېدل، واقعین لکه څنګه چې په دې برخه کې لازمه ده، کار نه دی شوی، دې برخو کې هغه څه شامل دي، چې زمونږه او ستاسو له عقایدو، افغاني غني فرهنګ سره تړاو لري. هغه همدارنګه و ویلې چې تر اوسه مو د بیهقي ریاست لپاره په ۱۳ ولایاتو کې غرفې پرانستلې دي او دا لړۍ به ټولو ولایاتو ته غځوو.

تاج محمد بهار

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button