
ملګري ملتونه: له افغانستان سره به د نړيوالې ټولنې مرستې دوام ومومي
د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستيال مارتين ګريفټس وايي: له افغانستان سره د نړيوالې ټولنې مرستې به دوامداره او غير مشروطې وي. نوموړي دا څرګندونې د پوهنې وزارت له سرپرست مولوي حبيب الله آغا سره د ليدنې پر مهال کړې دي. مارتين ګريفټس په دغې کتنه کې ډاډ ورکړ، چې له افغانستان سره د نړيوالې ټولنې مرستې به دوامداره او غير مشروطې وي. د نوموړي په وينا، سياسي تعاملات به هېڅکله د يادو مرستو لړۍ ټکنۍ نه کړي. د پوهنې وزارت سرپرست په افغانستان کې د نړيوالې ټولنې ښوونيز فعاليتونه وستايل او ژمنه يې وکړه، چې د پوهنې وزارت به په خپل ټول توان سره هڅه وکړي تر څو نړيوالو خيريه بنسټونو ته د فعاليت ټولې اسانتياوې برابرې او په دې برخه کې د يو همغږي کوونکي او تسهيل کوونکي جهت رول ولوبوي. د يادونې وړ ده ،چې مارتين ګريفټس دې وړاندې داسلامي ا مارت له يو شمېر نورو لوړو پوړيو چارواکو سره هم کتلي وو.