
ملګري ملتونه: د افغانانو نيول دې سملاسي ودرول شي
په پاکستان کې د افغان کډوالو د نيولو له دوام سره هم مهاله د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د پاکستان پر حکومت غږ کړي چې سملاسي د افغانانو د نيولو بهير ودروي. په اسلام اباد کې د دې ادارې وياند ((قيصر افريدي)) له رسنيو سره په خبرو کې ويلي، چې دا اداره له چارواکو څخه غواړي چې په پاکستان کې له افغان کډوالو سره خپل چلند نرم کړي. د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د معلومات له مخې، په پاکستان کې درې اعشاريه اووه ميليونه افغانان مېشت دي.بله خوا، د کډوالو او بيرته راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست خليل الرحمن حقاني وړمه ورځ د اسيا او اقيانوس سيمې د دفتر له رئيس ((ايندريکا راتواته)) سره په پاکستان، ايران او نورو هيوادونو کې د افغان کډوالو پر وضعيت خبرې کړې دي.د ياد وزارت په خبرپاڼه کې ليکل شوي ، چې ايندريکا راتواته به ډېر ژر پاکستان ته سفر وکړي او له پاکستاني چارواکو سره به د افغان کډوالو د اسنادو پر تمديد او د بې اسنادو کډوالو پر وضعيت خبرې وکړي.