
سیاست
ملګري ملتونه: افغان کډوالو ته دې په خپله خوښه له پاکستانه د وتلو اجازه ورکړل شي
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ ويلي ،چې په پاکستان کې مېشتو افغان کډوالو ته بايد په خپله خوښه له دې هيواده د وتلو اجازه ورکړل شي.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ ويلي ،چې په پاکستان کې مېشتو افغان کډوالو ته بايد په خپله خوښه له دې هيواده د وتلو اجازه ورکړل شي. د پاکستان حکومت وړمه ورځ له ناقانونه کډوالو وغوښتل، چې له پاکستانه ووځي او هغوی ته يې د اجباري اېستلو ګواښ هم وکړ. د پاکستان حکومت اعلان کړی، چې له دغه هيواده به ۱،۱ ميليونه افغان کډوال وباسي. په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ وياند قيصرخان افريدي له پاکستانه د افغان کډوالو د اېستلو پلان د اندېښنې وړ وباله او ويې ويل: ملګري ملتونه د دې هيواد د حکومت د نوې پرېکړې په تړاو له اړوندو پاکستاني بنسټونو څخه د لا زياتو توضيحاتو غوښتونکي دي. د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، په پاکستان کې شاوخوا درې نيم ميليونه افغان کډوال ژوند کوي.