ملګري ملتونه:پاکستان حق نه لري چې افغان کډوال په زور له خپلې خاورې وباسي
د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنري د پاکستان له هغو طرحې سره، چې بېاسنادو کډوال به په یوه میاشت کې له خپلې خاورې باسي، مخالفت کړی او خبرداری یې ورکړی، چې هېڅ هېواد په زور کډوال له خپلې خاورې نه شي ایستلای.

دا خبرداری د کډوالو په تړاو د پاکستان د کورنیو چارو وزیر سرفراز بوکتي له څرګندونو وروسته ورکړل شوی. نوموړي ویلي و، چې بېاسنادو او غیرې قانوني کډوال دې په یوه میاشت کې د پاکستان له خاورې ووځي که ونه وځي په زور به وایستل شي.
پاکستان کې مېشت ډېری کډوال افغانان دي، چې د سرفراز بوکتي له خبرداري وروسته ملګرو ملتونو له دې طرحې سره مخالفت څرګند کړی.
پاکستان کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنري دفتر ویلي، چې هېڅ کډوال باید په زور او خشونت ونه ایستل شي، بلکې دا چاره باید په رضایت ترسره شي.
له پاکستان څخه د سلګونه زره افغان کډوالو د ایستلو تصمیم د ملګرو ملتونو د بښنې سازمان غبرګون او اندېښنې هم پارولي او د پاکستان له دولت یې غوښتي، تر څو د افغان کډوالو د ځورولو او نیولو مخه ونیسي.