سیاست او دولت

ملګري ملتونه:نړيوال دې فلسطين د يوه خپلواک دولت په توګه په رسميت وپېژني

د ملګرو ملتونو د کارپوهانو يوې ډلې د نړۍ له هېوادونو غوښتي چې فلسطين د يوه خپلواک هېواد په توګه په رسميت وپېژني.د رويټرز خبري آژانس د راپور له مخې، دغو کارپوهانو په فلسطين کې د بشري حقونو د وضعيت په اړه د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي په ګډون د دې هېواد په رسميت پېژندنه په منځني ختيځ کې د سولې د تامين لپاره يو مهم ګام بللی دی.د ملګرو ملتونو کارپوهان وايي ،چې د فلسطين په رسميت پيژندل به د فلسطينيانو د حقونو او د آزادۍ او خپلواکۍ د ترلاسه کولو لپاره د هغوی د مبارزې د تائيد  يو اقدام وي.دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ اسپانيا، ايرلنډ او ناروې هم فلسطين د يوه خپلواک هېواد په توګه په رسميت وپېژنده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button