سرلیکنې

ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ؛ د اسلامي امارت مسلم حق! 

څه کم درې کاله کېږي، چې اسلامي امارت په هيواد کې د چارو واګې ترلاسه کړي دي، د هيواد پر ټوله جغرافیه حاکميت لري، مرکزي حکومت يې جوړ کړی او د هيواد ټولو برخو کې يې ډاډمن امنيت تامين کړی دی، خو پر دې ټولو لاسته راوړنو سربيره هم تر اوسه پورې د نړۍ هيوادونو په رسميت نه دی پېژندلی

څه کم درې کاله کېږي، چې اسلامي امارت په هيواد کې د چارو واګې ترلاسه کړي دي، د هيواد پر ټوله جغرافیه حاکميت لري، مرکزي حکومت يې جوړ کړی او د هيواد ټولو برخو کې يې ډاډمن امنيت تامين کړی دی، خو پر دې ټولو لاسته راوړنو سربيره هم تر اوسه پورې د نړۍ هيوادونو په رسميت نه دی پېژندلی

سره له دې چې روسيه د ملګرو ملتونو له پنځو دايمي غړو څخه ده او د وېټو حق لري او له اسلامي امارت سره يې اړيکې هم ښې دي، خو ياد هېواد د کوم سیاسي مصلحت له مخې تراوسه پورې د دې   ټکي طرفدار نه و، چې د ملګرو ملتونو سازمان کې د افغانستان څوکۍ د اسلامي امارت

استازي ته وسپارل شي، خو اوس داسې ښکاري چې کرار کرار په دې اړه د روسیې دريځ مثبت لور ته د بدلون په حال کې دی.

 د نړيوال تعامل په صورت کې اسلامي امارت له نړیوالو سره اوږه په اوږه په ډېرو برخو کې خپل مسئولیت پورته کوي ،نو د انصاف او نړيوال قانون له مخې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ باید د افغان ملت اصلي استازي (اسلامي امارت) ته ور وګرځول شي، ځکه په افغانستان کې اوس امارت حاکمیت لري او اصول هم دا دي چې په یو هيواد کې څوک حکومت او حاکمیت لري باید په ملګرو ملتونو کې یې د استازولۍ څوکۍ په لاس کې وي.

د افغانستان لپاره د روسیې فدراسیون ځانګړي استازي ضمیر کابلوف هم تېره اوونۍ دا موضوع د رئیس الوزراء له سیاسي مرستیال مولوي عبد الکبیر سره مطرح کړې او ویلي یې و، چې ماسکو غواړي د ملګرو ملتونو په سازمان کې د افغانستان د استازولۍ څوکۍ اصولاً اسلامي امارت ته وسپارل شي .

 په رښتیا هم په ملګرو ملتونو کې د یوه ملک د استازولۍ څوکۍ د مربوط ملک په حکومت پورې اړه لري، دا به د ملګرو ملتونو پر ځان د ملنډو وهلو په مانا وي چې په افغانستان کې اسلامي امارت حاکم وي ،خو د استازولۍ څوکۍ دې په یاد سازمان کې تراوسه د پرځول شوې ادارې د مامور په لاس کې وي. که له ګوتریش څخه پوښتنه وشي چې د اسلامي امارت له استازي پرته به د دغه سازمان موخې د امارت قانوني استازی او که د تېر جمهوریت غیررسمي استازی ، چې یاد سازمان یې په افغانستان کې مرعی الاجراء غواړي ، ترسره کړای شي؟

 بله منطقي پوښتنه داده چې آیا د اسلامي امارت له استازي پرته به د بل هغه کس چې په افغانستان کې اجرائیوي صلاحیت هم ونه لري، ملګرو ملتونو ته کومه هغه ګټه ورسولای شي، کوم چې دوی یې په افغانستان کې غواړي.

په هر صورت، ضمیر کابلوف نه یوازې یادې موضوع ته کلکه اشاره کړې، بلکې دافغانستان اوروسیې ترمنځ یې د سیاسي ، اقتصادي او دیپلوماتیکو اړیکو د پراختیا غوښتنه هم کړې ده ، کابلوف دې ټکي ته هم اشاره کړې چې روسي پانګوال غواړي په افغانستان کې په مختلفو برخو کې پانګونه وکړي چې دا به د دواړو هېوادو ترمنځ د متقابل احترام پر بنا د دوستۍ د ټينګښت لپاره یوبل نېک ګام اواقدام وي ، د رئیس الوزراء سیاسي مرستیال هم دا هېله څرګنده کړې، چې د روسیې فارمټ په را تلونکې ناسته کې افغانستان ته رسمي غړیتوب ورکړل شي.

همدارنګه د بهرنیوچارو وزیر امیرخان متقي هم له ضمیرکابلوف سره په ناسته کې د سیمه ییزو مسایلو په اړه اوږدې خبرې کړي او د روسیې د هغه دریځ ستاینه او قدرداني یې کړې چې له مخې یې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ د څوکۍ اسلامي امارت ته د سپارلو غوښتنه شوې وه ، ښاغلي کابلوف ددې ټکي یادونه هم کړې چې د دوحې په راتلونکې غونډه کې چې د افغانستان په اړه جوړېږي، مهمه دا ده چې د افغان حکومت هوکړه پکې واخیستل شي ، ځکه د اسلامي امارت له توافق پرته به د دوحې ناسته بیا هم د تېر په څېر کومه مثبته پایله ونه لري.

له افغانانو سره د نړیوالو راشه درشه او همدارنګه د اسلامي امارت هغه صادقانه کړنې چې نه یوازې د خپل هيواد، بلکې د نړیوال امنیت د تامین په خاطر یې ترسره کوي یو وخت به د دې سبب کېږي چې نړیوال دا حقایق درک کړي او په خوشحالۍ سره له اسلامي امارت سره تعامل ته زړه ښه کړي، دا ټولو ته څرګنده ده چې افغانستان له یوه واحد اسلامي نظام پرته په نورو حزبي ، قومي او سیمه يیزو جوړښتونو کې نه اداره کېږي ،نوځکه اوسنی نظام د افغانانو او نړیوالو لپاره غنیمت دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button