سرلیکنې

ملي وحدت د بقا او پرمختګ ضامن..!

اسلام له هر بل دين او مذهب څخه زيات قومي، ژبنی او سمتي توپير او تبعيض رد کړی او خپل پيروان يې  وحدت، دوستۍ او همکارۍ ته هڅولي دي. اسلام ټول مسلمانان په خپلو منځو کې وروڼه بولي او او ټولنيزو ګټو ته پر شخصي هغو  ترجيح ورکوي.

اسلام له هر بل دين او مذهب څخه زيات قومي، ژبنی او سمتي توپير او تبعيض رد کړی او خپل پيروان يې  وحدت، دوستۍ او همکارۍ ته هڅولي دي. اسلام ټول مسلمانان په خپلو منځو کې وروڼه بولي او او ټولنيزو ګټو ته پر شخصي هغو  ترجيح ورکوي.

افغانستان د مختلفو قومونو ګډ کور دی، د قومونو، ژبو، رنګونو او کلتورونو بېلوالی طبيعي خبره  او د هيواد ښايست دی، دغه طبيعي بيلتون بايد ددې لامل نشي، چې ملي وحدت مو زيانمن شي او تر منځ مو نفرتونه او دښمنۍ پيدا شي.

موږ بايد دغه تريخ واقعيت ومنو، چې په تېرو څلورو لسيزو کې نړيوالو او ځينو سيمه ییزو استخباراتي سازمانونو د خپلو ګټو او اهدافو لپاره زموږ له قومي، سمتي او ژبنيو توپيرونو ډېره ناوړه ګټه پورته کړې. افغان ملت د سمت او قوم په نومونو ويشل شوی او بيا يې تر خپل منځ خونړيو جګړو او دښمنيو ته لمن وهل شوې.

تېرو شلو کلونو کې امريکايي اشغالګرو او د هغوی اجيرانو ډېر کوښښ وکړ، چې د اشغال د دوام او د خپلو سياسي ګټو لپاره افغان ملت سره وويشي، ان د ملت له منځه هم ځينو پرديپالو کسانو د تجزيې او تقسيم ډنډورې وغږولې، د امريکا اوسني ولسمشر جوبايډن هم په ډېر څرګند ډول وويل، چې افغانستان د يو مرکزي حکومت له لوري نشي اداره کېدی او د ثبات لپاره بايد په څو برخو او وړو حکومتونو وويشل شي.

خو الحمدلله د الله تعالی په ځانګړې مرسته او د اسلامي امارت په مشرۍ په اوږدې مبارزې د اشغالګرو او نړيوالو استخباراتي سازمانونو ټول سازشونه ناکام شول، دلته يو مرکزي او ځواکمن اسلامي نظام حاکم شو، ملوک الطوائفي او سيمه ییزې واکمنۍ له منځه ولاړې او سرتاسري امنيت تامين شو.

افغانان دې له تېر څخه عبرت واخلي، نور بايد د پرديو سازشونو ښکار نشي، ملي وحدت ټينګ کړي، ټول بايد په ګډه د متحد او ودان افغانستان لپاره هڅې وکړو. ملي وحدت او يووالی مو د بقا او پرمختګ ضامن دی. حکومت او ملت دواړه بايد د ملي وحدت د ټينګښت لپاره ګډې هڅې وکړي.

ددې لپاره چې ملي وحدت ټينګ شي، حکومت او ملت بايد يو لړ مسئوليتونو ته لا ډېره پاملرنه وکړي:

حکومت دې ټولو افغانانو ته د قوم، سمت او ژبې له توپير پرته د استعداد او وړتيا له مخې په حکومت کې د ګډون زمینه مساعده کړي او د اړتيا او ضرورت له مخې دې په ټولو ولايتونو کې په شفاف ډول پرمختيايي پروژې پلې کړي.

ملت هم بايد په ټول توان له حکومت څخه ملاتړ  او له امنيتي او دفاعي ځواکونو سره مرسته وکړي، د قوانينو په تطبيق کې دې خپل مسئوليت ترسره کړي او د شخصي او سمتي ګټو پر ځای دې ملي ګټو ته ترجيح ورکړي. که حکومت او ملت په دې برخه کې خپل-خپل مسئوليت په سمه توګه سرته ورسوي، ډېر ژر به مو هيواد اباد او د سيالانو سيال شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button