سرلیکنې

ملت اوس ښه او بد پېژني!

 هېڅ ټولنه له بدو، مغرضو، پرديپالو او بدمرغه انسانانو پاکه نه ده، هر هيواد ښې او بدې څېرې لري. که څه هم يوازې د بدو انسانانو شتون هم ټولنې ته د زيان رسېدو لامل کيږي، خو هغه ملتونه بيا ډېر بدمرغه وي، چې د چارو واګي يې د مفسدو انسانانو لاسونو ته لوېدلي وو.

 هېڅ ټولنه له بدو، مغرضو، پرديپالو او بدمرغه انسانانو پاکه نه ده، هر هيواد ښې او بدې څېرې لري. که څه هم يوازې د بدو انسانانو شتون هم ټولنې ته د زيان رسېدو لامل کيږي، خو هغه ملتونه بيا ډېر بدمرغه وي، چې د چارو واګي يې د مفسدو انسانانو لاسونو ته لوېدلي وو.

په افغانستان کې تېرې دوه لسیزې د اقتدار واګي د پرديپالو او مفسدينو په لاس کې وو، دلته انسانيت خپله اصلي څېره له لاسه ورکړې وه، د اشغال د دوام لپاره هڅې کېدې، هره ورځ به په اوسط ډول ۳۰۰ افغانانو ژوند له لاسه ورکاوه، مرکزي حکومت نه و، هر لور ته ملک الطوايفۍ حاکمې وې او افغانستان د نړۍ په کچه تر ټولو لوی مفسد هيواد يادېده.

واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وروسته اشغال پای ته ورسېده، ځواکمن مرکزي حکومت حاکم ،سرتاسري امنيت تامين او فساد له ټولو ټيټې کچې ته راکښته شو.

دا هر يو په خپل ځای ډېر لوی نعمت او لاسته راوړنه ده، افغان ملت بايد ددې خدايي لورينې شکر ادا کړي او فعلي نظام څخه په ټوله معنا ملاتړ وکړي.

خو له بده مرغه اوس هم د تېرو فاسدو او اجيرو نظامونو ځينې متعصبې او بدرنګه څېرې د اقتدار خوبونه ويني او کوښښ کوي، چې د خپلو شخصي ګټو په خاطر افغانستان يو ځل بيا د بې ثباتۍ او تباهۍ په لور روان کړي، د همدغو هڅو پر دوام څو ورځې وړاندې د اترېش په پلازمېنه ويانا کې ځينې بې ضميره، د نشه يي توکو د قاچاق او مافيا سرلاري، پرديپال او تش په نامه افغانان سره جرګه شوي وو او د افغانستان د بې ثباتۍ او اقتدار ته د رسېدو لپاره يې سلا مشورې کولې.

که څه هم د دوی له لوري خپاره شوی پرېکړه ليک کې د سياسي حل او پر اسلامي امارت د نړيوالو فشارونو د زياتېدو غوښتنه شوې، خو دا هسې د افغان ملت د غولونې هڅه ده، کنه اسلامي امارت څو ځله د دوی په شمول ټولو ته د خبرو او ډيالوګ وړانديز کړی، خو هر ځل د دوی له لوري رد شوی او په لوی لاس داسې غوښتنې مطرح شوي، چې منل يې ناشوني دي.

د دوی دغه ډول کړنې او فعاليتونه له دې پرته چې دوی نور هم په ملت کې بدنامه کړي، نوره  هېڅ اغېزه نه لري؛ ځکه د اشغال پر مهال دوی ډېر بد تاريخ پريښی، د لسګونه زره بېګناه هېوادوالو په وينو يې لاسونه سره دي، د اشغال د دوام لپاره يې له هېڅ ډول کړنې لاس نه دی نيولی او د شخصي ګټو له پاره يې نه بخښونکي جرمونه کړي.

افغان ملت له دوی څخه د هېڅ راز خير تمه نه لري، دوی امتحان ورکړى او شل کاله يې په پرلپسې ډول د ملت وينې څښلي او شتمنۍ يې زبېښلي دي.

دوی به ډېره هڅه وکړي چې اقتدار ته د رسېدو لپاره په يو او بل نامه افغانان يو ځل بيا  استعمال کړي، خو دا هڅې به يې بې اغېزې ثابتې شي او ملت به په يوه خوله د((نه)) ځواب ورکړي.

تېر کال هم دوی دغسې غونډه کړې وه، خو هغه مهال هم افغانانو وغندل، اترېش مېشتو افغانانو د دوی پر خلاف پراخ لاريون وکړ او دغه ډول ناستې يې د افغانستان پر ضد دسيسه وبلله.

لوديځو رسنيو ډېره هڅه وکړه، چې دغې ناستې ته تبليغاتي پوښښ ورکړي او يو ځل بيا د افغان په سترګوته خاورې ور وشیندي، خو له دوی څخه د افغان ملت کرکې او نفرت يې دغه هڅې پر اوبو لاهو کړې او په زغرده يې ورسره مخالفت وښوده.

داسې ښکاري چې دوی به خپله افغان ضد مفکوره او شخصي ګټې هېڅکله آرام کېناستلو ته پرې نږدي او بيا به هم په يو او بل نامه دغسې فعاليتونه کوي، خو افغان ملت يې بايد هر ځل په زغرده رد کړي او پر وړاندې يې د مخالفت غږ پورته کړي. اسلامي امارت هم مکلفيت لري، چې ملت نور هم ځان ته ور نږدې کړي، مشروع غوښتنې يې له پامه ونه غورځوي او دغه راز له نړۍ سره هم د تعامل او ډيالوګ په برخه کې رغنده او چټک ګامونه واخلي، تر څو ددغه ډول پرديپالو او پروژه يي څېرو افغانستان ضد کړنې او فعاليتونه په ټوله معنا په نطفه کې خنثی او هيواد مو د تل لپاره له  ثبات او امنيت څخه برخمن شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button