سیاست

ملا محمد يعقوب مجاهد: نور د غچ‌اخيستنې پرځای د هيواد د آبادولو وخت را رسېدلی

د اسلامي امارت په مشرۍ د افغان اسلامي امارت دملي  دفاع وزير ملا محمد يعقوب مجاهد وايي، چې نور يې د غچ‌ فکر له منځه وړی او د هيواد پر آبادۍ کار کوي.مجاهد دا څرګندونې پرون د ملي دفاع وزارت کې پر افغانستان د اسلامي امارت د دويمې کليزې په مناسبت يوې غونډې ته  کړې دي.مجاهد ويلي چې نور د غچ‌اخيستنې پرځای د هيواد د آبادولو وخت را رسېدلی او دوی په دې برخه کې کار پيل کړی دی.د اسلامي امارت د ملي دفاع وزير همداراز په هيواد کې شته ستونزو ته په اشارې ويلي، چې هېوادوال دې له صبر څخه کار واخلي او شته ستونزې به هم حل شي. د ويلو ده چې پرون د زمري ۲۴مه په افغانستان کې د امريکا د لاس پوڅي او تش په نامه جمهوري نظام د سقوط او د ((اسلامي امارت)) د واکمنېدو دويمه کليزه ده او افغان حکومت د دې ورځې په وياړ په ټول هيواد کې عمومي رخصتي اعلان کړې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button