سرلیکنې

ملا محمد عمر مجاهد؛ په معاصر تاریخ کې د اسلامي نظام مجدد!

د شوروي اتحاد په وړاندې د افغان ملت د سترې مبارزې له برياليتوب وروسته هيله وه، چې افغانستان کې به يو ځواکمن اسلامي نظام حاکم شي او افغانان به له څه باندې يوې لسيزې سختې جګړې وروسته د ارامۍ او هوساينې سا واخلي.

د شوروي اتحاد په وړاندې د افغان ملت د سترې مبارزې له برياليتوب وروسته هيله وه، چې افغانستان کې به يو ځواکمن اسلامي نظام حاکم شي او افغانان به له څه باندې يوې لسيزې سختې جګړې وروسته د ارامۍ او هوساينې سا واخلي.

خو د دغو هيلو او تمو خلاف د ځينو مشرانو د غلطو پالیسیو او پرديو دسيسو له امله افغانستان کې د قوم، سمت او ګوند تر عنوانونو لاندې کورنۍ جګړې پيل شوې، داسې وحشتونه وشول، چې تاريخ يې پر ثبتولو شرمېږي، د هېڅ افغان سر، مال او عزت خوندي نه و، لسګونه زره کسان ووژل شول، ژوندي انسانان تر خاورو لاندې شول، ګڼ شمېر ښارونه او ودانۍ پرکنډوالو بدلې شوې او نږدې و، چې افغانستان تجزيه شوی وای.

په همدغه مهال د پېړۍ غوره شخصیت د يوې خړې حجرې د طالب په بڼه راولاړ شو، په ډېرو لږو امکاناتو او د يو څو مخلصو او وفادارو ملګرو په مرسته يې د طالبانو اسلامي تحريک د بنسټ ډبره کېښوده او د ظلم او ستم پرضد يې هڅې پيل کړې.

د الله تعالی په مرسته يې ډېر ژر ډېرو سيمو کې عدالت او امنيت تامين کړ، همدا لامل و، چې ولس کې يې بې کچې محبوبيت وموند، د ۱۳۷۵ لمريز کال د حمل مياشتې په ۱۵ مه نېټه کندهار کې د هيواد شاوخوا ۱۵۰۰ جیدو علماوو د يوې غونډې په ترڅ کې بيعت وکړ او د اميرالمؤمنين په حیث يې ومانه.

د کلکې او راسخې عقيدې، پر الله تعالی د بې ساري توکل، پوخ تدبير او د ملت په مرسته دغه د کلک عزم خاوند په لږ وخت کې د هيواد پر ډېره لويه برخه اسلامي نظام حاکم کړ، عدالت تامين شو، د جګړو لمنه ټوله شوه او افغان ملت پنځه کاله د هوساينې سا واخيسته.

د مرحوم ملا صاحب قوي اراده هغه مهال لا ډېره څرګنده شوه، چې شل کاله وړاندې د امريکا په مشرۍ لوېديځ ترې د اسامه بن لادن د ورسپارلو غوښتنه وکړه او ځينو اسلامي هيوادونو هم دغه غوښتنه ورسره بدرګه کړه، خو نوموړي د ټولو فرضيو او اټکلونو خلاف د امريکا په څېر د ستر ځواک غوښتنې بابېزه وګڼلې او د اسلامي غيرت پر اساس يې له لوېديځ سره جګړې ته ملا وتړله او په خورا ډاډ او اطمینان سره يې خپلو ملګرو ته وعده ورکړه چې دغه جګړه به د الله تعالی په مرسته ګټي.

هغه و، چې ۲۰ کاله وروسته د امريکا په مشرۍ لوېديځه نړۍ د افغان ملت د بې سارې او اوږدې مبارزې په ترڅ کې اړه شوه چې له افغانستان څخه خپل ځواکونه وباسي.

که څه هم اوس معاصره نړۍ کې د اسلامي نظام مجدد مرحوم ملا صاحب پر دې دنيا نشته؛ خو د فکر لارویان يې توانېدلي چې اسلامي نظام حاکم کړي، عدالت او امنيت يې تامين کړی، د افغانستان ارضي تماميت يې ساتلی او دغه هيواد يې د شر او فساد د علمبردارانو له منګولو آزاد کړی دی.  الحمدلله

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button