اقتصادسیاست

ملا محمد حسن آخند:اوس په هېواد کې د پانګونې لپاره مناسب فــرصت رامنځته شوی دی

د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزرا الحاج ملا محمد حسن آخند د هېواد له یو شمېر ملي سوداګرو سره په ارګ کې وکتل.

د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزرا الحاج ملا محمد حسن آخند د هېواد له یو شمېر ملي سوداګرو سره په ارګ کې وکتل.

د ارګ له لوري په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغه کتنه کې د افغانستان سوداګرۍ خونو عمومي رئیس یونس مهمند، د سوداګرۍ خونو د دارالانشاء رئيس خان محمد سرفراز باز، د ټوکر پلورونکو اتحاديې مشر حاجي عبيدالله، ملي سوداګر حاجي شرف الدین، د جلال آباد د سوداګرۍ خونو د مديره پلاوي مشر حاجي ګل مراد عرب، د جلال آباد د سوداګرۍ خونو سوداګريز مرستيال حاجي عبدالولي بابکرخېل، د جلال آباد د سوداګرۍ خونو مرستيال حاجي محمد رودوال، د
جلال آباد د سوداګرۍ  خونو غړي حاجي مخلص احمد، ملي سوداګر حاجي محمد عثمان، ملي سوداګر زلمی عظيمي، ملي سوداګر حاجي بشير وهاب او د افغانستان او پاکستان د ګډې سوداګريزې خونې عامل مدير نقيب الله ساپي ګډون درلود.

خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې غونډه کې له ګاونډیو هېوادونو سره د افغانستان د سوداګرۍ خونو پر شته ستونزو او بدیلو لارو پیدا کولو خبرې وشوې.

سوداګرو په هېواد کې د ډاډمن امنیت، د فساد د مخنیوي او نشه یي توکو له منځه وړلو له امله له اسلامي امارت څخه مننه وکړه او څرګنده یې کړه، چې اوس په هېواد کې د پانګونې لپاره مناسب فرصت رامنځته شوی دی.

‏دوی همداراز په مالیاتو، ترانزیټ او یو شمېر نورو برخو کې د شته ستونزو یادونه هم وکړه او د یادو ستونزو د حل په برخه کې یې د مرستې غوښتنه وکړه.

وروسته د اسلامي امارت رئیس الوزرا ملا محمد حسن آخند له یادو سوداګرو څخه په مننې وویل، چې سوداګر د هېواد په پرمختګ کې مهم او حیاتي رول لري او د هغوی لخوا د یادو شویو ستونزو د حل په اړه یې د جدي هڅو ډاډ ورکړ.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button