اقتصاد

ملا عبدالغني برادر اخوند له لوري د شاوخوا یو میلیارد افغانیو په ارزښت د کابل ښاروالۍ درې مهمې پروژې پرانیستل شوې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند له لوري نن د روان ۱۴۰۳لمریز کال د ثور میاشتې په اتمه نېټه د خیرخانې کوتل سړک دوهم لاټ،له شهید څلورلارې تر قصبې پورې د غځېدلي سړک لومړۍ برخه او د هوايي ډګر له څلورلارې بیا تر ګمرک پورې د غځیدلي سړک جوړولو پروژې پرانیستل شوې.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند له لوري نن د روان ۱۴۰۳لمریز کال د ثور میاشتې په اتمه نېټه د خیرخانې کوتل سړک دوهم لاټ،له شهید څلورلارې تر قصبې پورې د غځېدلي سړک لومړۍ برخه او د هوايي ډګر له څلورلارې بیا تر ګمرک پورې د غځیدلي سړک جوړولو پروژې پرانیستل شوې. محترم ملا صاحب د یادو پروژو د پرانیستو مراسمو ته وویل؛ کابل ښاروالي د ښار د ښکلا او منظموالي په موخه ډېرې هڅې کوي چې د پخوا په پرتله د خیرخانې کوتل سړک دوهم لاټ ۲۵۲۰ متره اوږدوالی او ۶۰ متره پلنوالی لري چې چارې به یې د ۳۶۴میلیون افغانیو په لګښت سره په ۲۰ میاشتو کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي. له شهید څلورلارې تر قصبې پورې د غځېدلي سړک د لومړۍ برخې پروژه ۱۸۹۰متره اوږدوالی او ۴۵متره پلنوالی لري،چې ټولټال پرې ۱۷۵میلیونه افغانۍ لګښت او په یو کال کې ګټې اخیستنې ته سپارل کېږي. د هوايي ډګر له څلورلارې بیا تر ګمرک پورې د غځیدلي سړک پروژه ۲۷۹۴متره اوږدوالی او ۶۰متره پلنوالی لري، چې ۴۰۷میلیونه افغانۍ لګښت پرې راځي او ټاکل شوې چې په ۲۰ میاشتو کې به یې چارې بشپړېاو ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي. دغه پروژې ویالې، پلې لارې، ګلدانونه، برېښنا، تمځایونه، د سړک د سر خط کول، د ترافیکي نښو نصبول او د یوه معیاري سړک نورې برخې هم لري، چې مالي لګښت یې د کابل ښاروالۍ له لوري ورکول کېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button