
ملا عبدالغني برادر اخوند ترکي پانګوال په افغانستان کې پانګونې ته رابللي
د رياستالوزراء اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخوند ترکيې ته د خپل سفر په ترڅ کې پرون د ترکيې د صنعتکارانو او سوداګرو د غير دولتي ټولنې موسياد له رئيس محمود اسمالي او يو شمېر افغان او ترکي سوداګرو سره وکتل.په دې ليدنه کې چې د موسياد ټولنې د دفتر په مرکزي ودانۍ کې ترسره شوه، پر افغان سوداګرو او ترکي پانګوالو سربېره پکې د هغو لويو شرکتونو او بېلابېلو سکتورونو رئيسانو او استازيو هم ګډون کړی و، چې د ساختماني توکو، د برښنا توليد، مخابراتو، زېربناوو جوړولو، اوبو بندونو، کرنې او دلوجستيکي خدمتونو دوړاندې کولو په برخو کې اوږده مخينه او بريالۍ کاري تجربه لري.د رياستالوزراء اقتصادي مرستيال ترکي پانګوال په افغانستان کې پانګونې ته راوبلل او زياته يې کړه، چې په افغانستان کې د پانګونې شرايط اسانه شوي او ترکي پانګوال دې له دې فرصته پوره ګټه پورته کړي.د موسياد ټولنې مشر محمود اسمالي د رياستالوزراء له اقتصادي مرستيال سره د يادې ليدنې پر مهال ترکي پانګوال په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې پانګونې ته وهڅول او زياته يې کړه، چې له دې فرصت څخه د ګټې اخيستنې په موخه دې ترکي پانګوال افغانستان ته لاړ شي.د يادونې وړ ده، چې په دې ليدنه کې له ترکي پانګوالو سره په افغانستان کې د پانګونې په برخه کې د شته فرصتونو په اړه هر اړخيز معلومات شريک شول او د اسلامي امارت له لوري د بشپړې همکارۍ او ملاتړ ډاډ ورکړل شو.