
ملا عبدالغني برادر اخوند:ډېر ژر به په کور دننه د توليد شوې کافي برېښنا چارې بشپړې شي
د رياستالوزراء اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخوند د صنعت اوونۍ لمانځلو په مناسبت د کابل نړيوال نندارتون پرانيسته وکړه. ملا عبدالغني برادر په همدې موخه جوړو شويو مراسمو ته وويل: صنعت او توليد د هيواد په اقتصادي وده کې د ملا د تېر حيثيت لري. يو هيواد هغه وخت پرمختګ کولای شي، چې قوي صنعت ولري او له دې اړخه نه يوازې دا، چې پر خپل ځان بسيا واوسي، بلکې نورې نړۍ ته هم خپل توليدات صادر کړي. له بدهمرغه اوږدو جګړو او د واکمنانو عدم ژمنتيا او نه ارادې افغانستان دې ته نه دي پرېښي ،چې له اقتصادي اړخه چټک مزل وکړي، خو الحمدلله د اسلامي امارت په راتګ سره د هيواد د اقتصادي ودې لپاره اساسي ګامونه اخيستل شوي. ملا عبدالغني برادر د خپلو خبرو پر مهال زياته کړه: دا چې د صنعت او توليد لپاره برېښنا اړينه ده، له همدې ځايه ټولو هيوادوالو او په ځانګړي ډول صنعتکارانو ته زېری ورکوم ،چې ژر به په کور دننه د توليد شوې کافي برېښنا څښتنان واوسو. د رياستالوزراء اقتصادي مرستيال جوړو شوو مراسمو کې وويل: هغه څوک چې په صنعت کې پانګونه وکړي او په خپلو توليداتو کې اسلامي امارت ته د کميت او کيفيت تضمين ورکړي، اسلامي امارت به له بهر څخه د هغو شيانو د توريد د مخنيوي او کورني صنعت ته د بازارموندنې په موخه د خودکفايۍ په اندازه تعرفه لوړه کړي. ملا عبدالغني برادر اخوند په بهر مېشتو افغان پانګوالو غږ وکړ، چې خپل هيواد ته راستانه شي، دلته پانګونه وکړي او د هيواد د اقتصاد او صنعت په رغونه کې فعاله ونډه واخلي. اسلامي امارت د ټولو صنعتکارانو تر څنګ ولاړ دی او هر ډول ملاتړ يې خپل مسئوليت ګڼي. په پای کې ملا صاحب له هغو ټولو صنعتکارانو وروڼو او خويندو څخه مننه وکړه، چې د هيواد د اقتصادي ودې او صنعت ته د پرمختګ ورکولو لپاره يې پانګونه کړې. کابل نړيوال نندارتون کورنيو توليداتو او محصولاتو ته د بازارموندنې، د ملي پانګوالو د ملاتړ، د سوداګرو ترمنځ د اړيکو برابرولو او هيوادوالو ته د کورنيو محصولاتو او توليداتو د ورپېژندلو په موخه جوړ شوی، چې ټولټال پکې 550 توليدي فابريکې په 55 بېلابېلو برخو کې خپل محصولات او توليدات نندارې ته وړاندې کوي.