اقتصاد

ملا عبدالغني برادر آخوند د سټنډرډ ملي شورا مشر وټاکل شو

د رياست‌الوزراء اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر آخوند د نورو دندو ترڅنګ، د سټنډرډ ملي شورا د مشر په توګه وټاکل شو.

د رياست‌الوزراء اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر آخوند د نورو دندو ترڅنګ، د سټنډرډ ملي شورا د مشر په توګه وټاکل شو.باختر آژانس ته د رياست‌الوزراء د اقتصادي معاونيت د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې؛ د سټنډرډ ملي شورا د رياست ‌الوزراء مقام د (۲۰۸۳)ګڼې حکم پر اساس، هېواد ته د بې کيفيته توکو او غير معياري کاليو د واردېدو او همدارنګه د هېواد دننه د غير معياري او خپلسرو ودانيزو چارو په برخه کې د سټنډرډ ملي ادارې ستراتيژۍ او عمومي پاليسيو تصويب او د هغو له تطبيق څخه د څارنې، د ملي سټنډرډونو او ودانيزو ملي کوډونو او نورمونو د تصويب او د تخنيکي مقرراتو د طرحو د تائيد په موخه رامنځته شوې ده.د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ، لوړو زده کړو، کور او ښار جوړولو، ټولګټو، عامې روغتيا، صنعت او سوداګرۍ، مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ، کانونو او پټروليم، ترانسپورټ او هوايي چلند او ماليې وزارتونو مرستيالان، د علومو اکاډمۍ لوي رئيس، د چاپېريال ساتنې ملي ادارې لوي رئيس، کابل ښاروال، د ښارواليو د عمومي رياست مرستيال، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې او معدن او صنايعو خونو د مديره هيئت رئيسان يې دايمي غړيتوب لري.د سټنډرډ ملي شورا سکرتريت، د سټنډرډ ملي ادارې پر غاړه دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button