
ملا عبدالغني برادر:افغانستان کې داخلي او بهرنۍ پانګونې ته زمینه برابره شوې
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند ترکیې ته د خپل سفر په ترڅ کې په دغه هېواد کې د مېشتو افغان پانګوالو له لوري په جوړ شوي کنفرانس کې وویل، چې په افغانستان کې د واحد مرکزي نظام په راتلو سره نه یوازې افغانانو، بلکې بهرنیانو ته هم د پانګونې زمینه برابره شوې ده.په یاد کنفرانس کې ملا عبدالغني برادر اخوند دغه راز زیاته کړه، چې الله تعالی پر افغانانو رحم وکړ او له شل کلن اشغال څخه یې خلاص او داسې سرتاسري امنیت یې ور په برخه کړ چې دوی یې له لسیزو ارمان کاوه.نوموړي وویل، چې په تېرو شلو کلونو کې د افغانانو او په ځانګړي ډول ملي سوداګرو او پانګوالو د سر او مال امنیت خوندي نه و، خو له نېکه مرغه د اسلامي امارت په راتګ سره یې امنیت خوندي شوی او اوس په ډاډمنه فضا کې خپل کاروبار کوي.د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال زیاته کړه، چې په افغانستان کې د واحد مرکزي نظام په راتلو سره نه یوازې افغانانو، بلکې بهرنیانو ته هم د پانګونې زمینه برابره شوې، چې ښه بېلګه یې د هرات د غوریانو په کان کې له افغانانو سره د اروپایي او آسیایي پانګوالو په مشارکت د قراردادونو ترلاسه کول او پانګونه ده.برادر اخوند د یاد کنفرانس پر مهال د اسلامي امارت له لوري پانګوالو ته د رامنځته شویو آسانتیاوو په اړه وویل، چې د سوداګرو او پانګوالو د ملاتړ او اقتصادي ودې په موخه د اقتصادي کمېسیون په ناستو کې د پانګوالو استازي ګډون کوي، په دولتي ادارو کې د پانګوالو او سوداګرو د چارو د ژر ترسره کېدو او بیروکراسۍ د مخنیوي په موخه د اقتصادی معاونیت تر چتر لاندې له ټولو وزارتونو او ادارو څخه ګډه کمېټه جوړه شوې، د کانونو د استخراج په برخه کې کورنیو پانګوالو ته لومړیتوب ورکړل شوی او همدارنګه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله په هدایت د افغانستان د ملي اقتصادي مشورتي بورډ د جوړولو چارې روانې دي، چې د سوداګرو او پانګوالو استازي هم پکې حضور لري.
ملا عبدالغني برادر اخوند د یادې غونډې په پای کې وویل، افغانستان له سمتي، قومي او ژبني تعصب پرته د ټولو افغانانو ګډ کور دی او ټول یې د آبادولو مسوولیت لرو.نوموړي وویل:(زه په ترکیه کې له مېشتو افغان پانګوالو پوښتنه کوم چې نور په خپل کور کې کوم ډول شرایطو او زمینه سازۍ ته انتظار کوئ راځئ دا کور په ګډه جوړ کړو او ولس مو له ناورین او د پردیو له احتیاجه خلاص کړو.)