
ملا عبدالغني برادر؛ پولیسو ته په خطاب کې:خلکو ته د خپلې کورنۍ د غړو په توګه وګورئ
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د هېواد په سویل لویدیځ کې پولیسو ځواکونو ته په خطاب کې وویل: پر ولس مهرباني ولرئ، ښه خدمت یې وکړئ او داسي ژوند ورسره وکړئ لکه ستاسي د کورنۍ غړي چي وي.
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د هېواد په سویل لویدیځ کې پولیسو ځواکونو ته په خطاب کې وویل: پر ولس مهرباني ولرئ، ښه خدمت یې وکړئ او داسي ژوند ورسره وکړئ لکه ستاسي د کورنۍ غړي چي وي.
د سویل لوېدیځ زون د اسلامي او ملي پولیسو د ښوونیز او روزنیز مرکز څخه ۵۳۰ تنه ملي پولیس تر دوو میاشتنیو زده کړو وروسته فارغ شول.
دغو ملي پولیسو چې په حقوقي، جنایي جُرمونو، اُصول نامې، عمومي زده کړو، تکتیک، عملیات، اطفائیې، ترافیک او یوشمېر نورو برخو کې یې زده کړې کړي او د کندهار ترڅنګ به په زابل او اروزګان ولایتو کې په دندو وګمارل شي، وړمه ورځ مازدیګر یې د فراغت مراسم جوړ
شوي و.
مراسمو کي د رئیس الوزراء لومړي مرستیال الحاج ملابرادر آخند، د کورنیو چارو وزارت د ښووني او روزني عمومي قومندان الحاج مولوي امین جان فتح الله صاحب، د کندهار مرستیال والي الحاج مولوي حیات الله مبارک صاحب او ګڼو نورو نظامي او ملکي مسئولینو ګډون کړی وو.
مراسم چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت کولو سره راپیل سوه، په پيل کي فارغ سویو ملي پولیسو خپل ټول زدهکړي تکتیکونه نندارې ته وړاندي کړل.
د رئیس الوزراء اقتصادي مرستیال الحاج ملا عبدالغني برادر آخند د ملي پولیسو د فراغت په دغو مراسمو کې وویل: «تاسي ډاډه اوسئ ستاسي سره مو د اولاد په ډول مینه ده، ستاسي فکر زموږ سره سته هیڅکله مو نه هېروو، تاسي ځانونه د ولس حاکمان نه بلکي خادمان جوړ کړئ».
ملا برادر زیاته کړ: ددې ځورېدلي ولس لپاره ښه په مینه او اخلاص خدمت وکړئ؛ ځکه همدې ولس زموږ سره د اشغال د خاتمې په موخه ډېر تکلیفونه وړي زموږ همکاري یې کړې.
د ریاست الوزراء اقتصادی مرستایل وویل: پر ولس مهرباني ولرئ، ښه خدمت یې وکړئ او داسي ژوند ورسره وکړئ لکه ستاسي د کورنۍ غړي چي وي. له نن څخه وروسته تاسي ته مسئولیتونه درسپارل کیږي؛ نو په ټولنه کښي د نظام ښه استازیتوب وکړئ.
د دی مراسمو په پای کې د مسئولینو له لوري یوشمېر فارغ سویو ملي پولیسو ته د فراغت سندونه ورکړل سول او مراسم د دُعا په ویلو سره پایته ورسېدل.