ټولنه او کلتور

ملا خیرالله خیر خواه:د احمدشاه بابا د کور، مقبرې او میرویس نیکه د مقبرې د بیارغونې پروژې پرانیستنه وکړه

د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ملا خيرالله خیرخواه په کندهار کې د درېیو تاریخي آبدو (میرویس خان نیکه د مقبرې، د لوی ټولواک احمدشاه بابا کور او مقبرې) د بیارغونې چارې رسماً پیل کړې.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ملا خيرالله خیرخواه په کندهار کې د درېیو تاریخي آبدو (میرویس خان نیکه د مقبرې، د لوی ټولواک احمدشاه بابا کور او مقبرې) د بیارغونې چارې رسماً پیل کړې.

د یادو تاریخي آبدو پرانیستغونډه کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د سرپرست ملا خيرالله خیرخواه ترڅنګ، د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي انعام الله سمنګاني، د بهرنيو چارو رئيس مولوي عبدالشکور حقاني، د کندهار پوهنتون رئیس مولوي اکرم شاه، د ښار جوړونې رئيس مولوي عبدالمتین عاشق، د سوداګرۍ خونې رئيس حاجي محمد صدیق مهمند، دیني عالمانو، قومي مشرانو او ځوانانو ګډون کړی و.

په دې غونډه کې ملا خيرالله خیرخواه ولس ته ډاډ ورکړ، چې اسلامي امارت د تاریخي اثارو ساتنې ته پوره ژمن دی. نوموړي زیاته کړه احمدشاه بابا او میرویس خان نیکه زموږ هغه اتلان دي، چې تر اوسه د افغانانو زړونو کې ځانګړی ځای لري، دوی د بهرنيو یرغلګرو په ماتولو افغانانو ته زرین تاریخ پرېیښی، بچیانو یې هم پر پلو پل کېښود او امریکایي یرغل یې مات کړ.

خیرخواه همداراز وویل، چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د تاریخي اثارو بیارغونه شوې ده، پر ځینو عملاً د بیارغونې کار جریان لري او پر ځینو به په راتلونکي کې پیل شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button