
ملا خيرالله خيرخواه: لا هم يو شمېر رسنۍ نړۍ ته د افغانستان ناسم انځور وړاندې کوي
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لوري د باختر اطلاعاتي اژانس د ولايتي خبريالانو د ظرفيت لوړونې ۳ ورځني سيمينار پيل شو.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لوري د باختر اطلاعاتي اژانس د ولايتي خبريالانو د ظرفيت لوړونې ۳ ورځني سيمينار پيل شو.د ياد وزارت سرپرست ملا خيرالله خيرخواه د ياد سيمينار د پرانيستې په مراسمو کې وويل ،چې له لاسته راغليو فرصتونو څخه بايد ښه ګټه واخيستل شي.خيرخواه زياته کړه، چې لا هم يو شمېر رسنۍ نړۍ ته د افغانستان ناسم انځور وړاندې کوي او غوښتنه يې وکړه، چې ملي رسنۍ بايد د هيواد د واقعي انځور په وړاندې کولو کې تر هغو وار ړومبي کړي.نوموړي د خبر رسونې په برخه کې د باختر آژانس فعاليتونه وستايل او د دغه اژانس د خبريالانو ستونزو ته يې د رسيده ګۍ ژمنه وکړه.په ورته وخت کې د ياد اژانس عمومي رئيس مولوي ضياءالحق حقمل وويل ،چې اسلامي امارت له سياسي بريا وروسته اوسمهال له يوې لويې رسنيزې جګړې سره مخ دي او هڅې روانې دې ، تر څو اسلامي امارت په دې برخه کې هم بريا خپله کړي.حقمل زياته کړه، چې فکرونه د رسنيو له لارې پراختيا مومي او ولس ته د ښه ذهنيت ورکولو په موخه به هڅې لا ګړندۍ کړي.په همدې حال کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هنر او کلتور او ځوانانو چارو معينانو هم د ياد سيمينار په پرانيست غونډه کې د خبر رسونې په برخه کې د باختر اطلاعاتي اژانس هڅې او فعاليتونه وستايل او دغه اژانس يې د ملي او نړيوالو رسنيو لپاره مخکښه او معتبره سرچينه وبلله.هغوی همداراز د باختر اطلاعاتي اژانس له خبريالانو وغوښتل، ترڅو جالب، معياري او په مسلکي لحاظ جوړ خبرونه تر خلکو ورسوي او هڅه وکړي، چې د بهرنيو رسنيو د منفي تبيلغاتو مخه ونيسي.د يادونې وړ ده، چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له دې وړاندې هم د افغانستان د ملي راډيو تلويزون د ولايتي آمرينو لپاره ورته سيمينار جوړ کړي و.