
مطبوعاتي رسالت باید په ښه توګه ترسره شي
هیڅوک د مطبوعاتو له ارزښته سترګې نه شي پټولای، که بیا هم داسې څوک پیدا کیږي چې دا حقیقت نه مني نباید چې ددې عصر په دوراني محور کې یې په مؤثریت او وجود حساب وشي .
هیڅوک د مطبوعاتو له ارزښته سترګې نه شي پټولای، که بیا هم داسې څوک پیدا کیږي چې دا حقیقت نه مني نباید چې ددې عصر په دوراني محور کې یې په مؤثریت او وجود حساب وشي .
د دې تمهیدي ټکي له یادسره په افغانستان کې دمطبوعاتو دنني وضعیت په اړه تم کیږو او یوڅو اړینو ټکو ته دحکومت او پخپله د مطبوعاتو پام را اړوو :
نن په هیواد کې ازادې رسنۍ دي او که دولتي رسنۍ، کورنۍ دي او که نړیوالې له خپل وضعیت، شرایطو او ورسره تعامل څخه راضي نه دي، په دې کې شک نشته چې دازادو رسنیو شتون په هیواد کې یوه مبرمه اړتیا ده او په دولتي دا هم همدومره حساب په کار دی، خو د دې لپاره چې عادي اونورمال حالت تشنج ته نه وي تللی او دهیواد علیا مصالح زیانمن نه وي؛ په ټوله کې حکومت، نړیوالو، کورنیو او دولتي رسنیو ته خپل خپل مسؤلیت متوجه کیږي چې په ښه شان ترسره کولو یې هر لوری مکلفیت لري .
حکومت ولې له مطبوعاتو سره دتعامل یوه ژبه، یوادرس او یوه کړنلاره نه لري او رسنۍ بیا ولې هغه څه ترسره کوي چې درسنیو له اصولو او د هیواد له علیامصالحو سره په ټکر کې وي ؟!!
په دې برخه کې دحکومت مسؤلیت ډېر درنیږي که حکومت درسنیو ارزښت ته قایل وي په کار ده چې دنړیوالو، کورنیو او حکومتي هرډول مطبوعاتو په وړاندې خپل مسؤلیت ترسره کړي، د نړیوالو او کورنیو رسنیو مشرعو غوښتنې او په قانون برابرې ګیلې واوري د پېښو اطلاعات تر هغه حده چې لازمه وي په لاس ورکړي، دغه راز خپلو دولتي رسنیو ته هم خپله پاملرنه زیاته کړي او په دې اړه هغه نه پاملرنه چې اوس حس کیږي په ښه پاملرنه او جدي توجه جبران کړي . رسنیو ته یوه ټاکلې، مؤثره او ثابته کړنلاره ترتیب او رسنۍ یې په اجرا مکلفې کړي اوپه ټوله کې هغه ګټه چې یو حکومت یې له مطبوعاتو اخیستلای شي له لاسه ورنه کړي .
دلته درسنیو مسؤلیت او مکلفیت هم خورا دروند دی اولکه څومره چې دوی شکوه کوي ترهغو په څو برابره سرغړونې اوبې بندوبارۍد دوی هم دي، په هیواد کې ټولې رسنۍ نړیوالې دي او که کورنۍ د دې خاورې، خلکو له عنعناتو، دین، اقدارو او ټولو ارزښتونو سره بلدتیا لري او هر څه ورته معلوم دي، نو ولې په لوی لاس هغه څه ترسره شي چې له دیني اقدارو او د هیواد له علیا مصالحو سره په ټکر کې وي ؟!!
راځئ! په ګډه د یادو ارزښتونو په پام کې نیولو سره، د بیان دازادۍ له حق نه په سالمه توګه ګټه پورته کړو او خپل مطبوعاتي رسالت لکه څنګه چې ښايي هماغه ډول ترسره کړو .