ټولنه او کلتور

 مطالعه او زده کړه د ځوانانو فکر غښتلی کوي

ټول ساينسي، صنعتي ،فرهنګي،اقتصادي او ادبي پرمختګونه د ژورې مطالعې او زده کړې زېږنده دي

 ((نوري))

ټول ساينسي، صنعتي ،فرهنګي،اقتصادي او ادبي پرمختګونه د ژورې مطالعې او زده کړې زېږنده دي،چې انسانانو د خپل ژوند په اوږدو کې تر نن ورځې ترلاسه کړي او دالړۍ به دوام ولري.۴۰ کاله مخکې موږ کمپيوټر،انترنيټ، سپوږمکۍاو ګرځنده تليفون((مبايل)) نه پېژانده؛خو اوس زموږ اکثريت خلک له دغې معلوماتۍ تکنالوژۍ سره سرو کار لري او ترې ګټه پورته کوي.دا ټول د مطالعې او زده کړې برکت دی،چې انسانانو ته يې د ژوندانه په چارو کې آسانتياوې برابرې کړي دي.په افغانستان کې د نږدې څلورنيمو لسيزو جګړو له امله د مطالعې فرهنګ او زده کړه ډېره کمزورې شوه،خو اوس،چې په ځينو سيمو کې د ځوانانو مينه مطالعې او زده کړې ته ګورو خوشحالېږو؛ځکه په لرې پرتو ولايتونو کې د ځوانانو مينه او علاقه له کتابتونونو سره پيدا شوې.په دې وروستيو کې د خوست په موسی خېلو کې کتاب د علمي بهير په نوښت او د خلکو په همکارۍ يو کتابتون پرانيستل شو.په دغه کتابتون کې ديني ،ساينسي،تاريخي، ادبي او نور بېلابېل کتابونه د ځوانانود مطالعې لپاره چمتو شوي دي،چې ګران ځوانان و توانېږي د خپلې پوهې دلوړولو لپاره ترې ګټه پورته کړي.موږ هغه مهال پرمختګ کولی شو،چې د مطالعې او زده کړې فرهنګ په خپله ټولنه کې پياوړی کړو.د هرې ورځې په تېرېدو سره د نړۍ د وګړو شمېر لوړېږي او ورسره د ژوندانه اړتياوې هم کمېږي؛خو که موږ د علم ،مطالعې او زده کړې پر ګاڼه سمبال شو،کولی شو د وګړو په شمېر کې انډول راولو او هم کرنيز محصولات او صنعتي توليدات لوړ کړو.دا ټول په ژوره مطالعه او زده کړه پورې تړاو لري.مطالعه هم ځان ته اصول او قوانين لري،که د هغې په رڼا کې مخې ته ولاړ شو حتماً به په خپل ژوند کې د پرمختګ او ترقۍ شاهدان واوسو.د نړۍ ټول هغه هيوادونه،چې پرمختګ يې کړی هلته د مطالعې او زده کړې فرهنګ او دود ډېر غښتلی دی او د مطالعې په رڼا کې هوساينې او پرمختګ ته رسېدلي دي ،نو پرته له مطالعې،زده کړې او څېړنې يوه ټولنه هېڅکله پرمختګ نه شي کولی، خلک به يې محتاج وي او لاسونه به يې پرمختللو هيوادونو ته اوږده وي. موږ پر دې پوهېږو،چې ښوونځي او پوهنتونونه د مطالعې او زده کړې ځايونه دي.هغه کتابونه،چې د ښوونکو او استادانو له خوا تدريسېږي زده کوونکي او محصلين ډېر څه ترې زده کولی شي،خو که په کورونو کې مطالعه ونه کړي د دوی زده کړې به هغسې،چې اړينه ده د ټولنې د پرمختګ سبب و نه ګرځي.هغه زده کوونکي او محصلين،چې د ښوونکو او استادانو لکچر ته ښه غوږ نيسي او بيا،چې رخصتېږي او کورته ځي د خپلو درسي کتابونو پر مطالعې لاس پورې کوي ، په دې کار سره د دوی پوهه او تجربه لوړېږي او په آزموينه کې لوړې نمرې ترلاسه کوي او له دې لارې د پرمختګ او ترقۍ لاره ورته هوارېږي.پخوا پوهنتونونه او ثانوي ښوونځي نه وو،خو هغه کسانوچې په جوماتونو کې يې له لوړې پوهې لرونکو علماوو څخه زده کړه کړې او په خپلو کورونو کې يې د مطالعې لړۍ جاري ساتلې په ملي او نړيواله سطحه له هغوی څخه لوی شخصيتونه جوړ شوي دي،چې يو له دغو کسانو څخه د افغانستان ستر تاريخ ليکونکی مرحوم علامه عبدالحی ((حبيبي)) دی.ده په جومات کې زده کړه وکړه او وروسته يې د وخت له نورو اديبانو څخه هم زده کړه وکړه او د مطالعې لړۍ ته يې دوام ورکړ او په يوه ستر او نابغه ليکوال او شاعر بدل شو.ان تر دې چې د افغانستان د وخت د علومو اکاډيمۍ غړيتوب يې ترلاسه کړ. مرحوم حبيبي د لومړي ځل لپاره د ادبياتو پوهنځی منځ ته راوړ او د ادبياتو د استاد په توګه يې پر تدريس لاس پورې کړ او په زرهاوو محصلين يې وروزل او د دغو فعاليتونو په لړکې يې ډېر ادبي او تاريخي آثار وليکل.د مرحوم حبيبي چاپ شويو او ناچاپو آثارو شمېر ۱۳۰ ټوکو ته رسېږي ،له دغې ډلې يو يې له اسلام څخه وروسته د افغانستان تاريخ نومېږي ،چې له زرو پاڼو ډېر دی او د څلورو مياشتو په موده کې يې ليکلی دی.دغه مرحوم د افغانستان تاريخ پرته له تعصبه ژوندی کړ.له هغه وروسته يې د افغانستان تاريخ د واقعيتونو په رڼا کې ټولنې ته وړاندې کړ.د ژوند په وروستيو کې هم ده مطالعه کوله ډاکترانو ورته ويلي و،چې د ناروغۍ په حالت کې مطالعه مه کوه،خو ده به مطالعه کوله،څو چې له دې نړۍ يې سترګې پټې کړي او له ځانه يې داسې ارزښتناک آثار پرېښول،چې نړيوال ارزښت يې لا ډېرېږي.دا ټول وياړونه د مطالعې او زده کړې برکت و،چې مرحوم حبيبي يې د علم لوړ پوړته ورساوه.د افغانستان ستر اديب او ليکوال ګل پاچا الفت هم په جومات کې زده کړه وکړه او وروسته يې د وخت له مشهورو ليکوالو او اديبانوڅخه زده کړې ته دوام ورکړ .دغه شخصيت هم په ډېر ځواکمن ليکوال او شاعر بدل شو،چې اوس د افغانستان د نامتو شاعرانو او ليکوالو په ډله کې شمېرل کېږي.مرحوم الفت تل مطالعه کوله او د ډېرو ارزښتناکو کتابونو په ليکلو يې لاس پورې کړ،چې ساری يې لږ ليدل کېږي.ده د مرګ تر شېبو پورې مطالعه کوله او د مرحوم حبيبي په څېر يې له دې نړۍ سترګې پټې کړي.دغه مرحوم ليکوال داسې ستر ادبي او فرهنګي آثار له ځان څخه په ميراث پرېښول،چې د سيمې له آثارو سره سيالي کولی شي.دا ټول ادبي او فرهنګي پرمختګونه د پرله پسې مطالعه او زده کړې زېږنده دي.زموږ ځوانان هم کولی شي،چې د دغو سترو ليکوالانو پر پلونو پل کېږدي د مطالعې او زده کړې له لارې ځانونه د علم لوړ پوړ ته ورسوي.په سلهاوو نور شاعران او ليکوال لرو،چې په دې ليکنه کې يې نومونه نه ځايېږي.د خوست خلکوهم د کتابتون په پرانيستلو سره له مطالعې او زده کړې سره مينه او علاقه پيدا کړې ده.ډېرو کورنيو خپل اضافي کتابونه دغه کتابتون ته ورکړي،چې نور خوانان يې مطالعه کړي او له برکت څخه يې برخمن شي.د هر ولايت خلک چې د خپل فرهنګ د پرمختګ په لاره کې يون پيل کړي هغه خلک په بېلابېلو برخو کې پرمختګ کولی شي او د ناوړو دودونو د ورکولو لپاره،چې ټولنه له بدمرغيو سره مخ کوي مبارزه کولای شي اومخنيوی يې هم کولی شي.د خوست د خلکو دغه عمل ډېر د ستاينې وړ دی .دغه فرهنګي او پوهنيز يون به د هيواد نورو ولايتونو ته هم وغځول شي او ځوانان به له مطالعې سره بلد او د کتابتون په پرانيستلو به لاس پورې کړي.اوس هم د هيواد په ځينو ولايتونو کې کتابتونونه جوړ شوي او ځوانان د خپلې پوهې او تجربې په ډېرولو کې ترې ګټه پورته کوي .سربېره پردې زموږ ډېر ځوانان په ديني مدرسو کې هم پر زده کړې بوخت دي.دوی په ديني څانګو کې ژوره مطالعه لري او کله،چې فارغېږي په ښوونځيو ،جوماتونواو نورو اداراتو کې خلکو ته د خدمت مصدر ګرځي .که دا ډول ځوانان ونه روزل شي،څوک به زموږ اولادو ته قرآن او اسلام ورزده کاندي.دا هم يو برکت دی،چې زده کوونکي له ديني ښوونکو څخه برخمن کېږي.د خصوصي پوهنتونونو د احصائيې له مخې اوس د هيواد په سطحه ۱۴۰ خصوصي پوهنتونونه شتون لري،چې ۳۵ يې که بېرته پرا نه نيستل نه شي د تړل کېدو هوډ لري او له دغې ډلې ۱۰ يې په ولايتونو کې دي.په دغو خصوصي پوهنتونونو کې دوه سوه زره محصلين زده کړه کوي،چې اويا زره يې نجونې دي.دغه پوهنتونونه د لوړو زده کړو وزارت په امر يوه مياشت مخکې تړل شوي او تر اوسه پورې يې د بېرته فعاليدو امر يې نه دی شوی.زموږ د ټولنې نيمايي برخه ښځې او نجونې دي ،دوی هم د نارينه و په څېرد علومو د مطالعې او زده کړې غښتلتيا لري.ګران پيغمبر ((ص)) د علم زده کولو په هکله فرمايلي دي،چې د علم زده کول په نارينه او ښځينه فرض دي. په ننني عصر کې د علم څانګې زرهاوو ته رسېږي لکه: تکنالوژي،ساينس،ادبيات،ديني علوم،ټولنيز علوم، سايکولوژي،سايکو آناليز او تاريځ .دا ټول په علم پورې تړاو لري ؛نو نارينه او ښځينه کولی شي،چې په دغو څانګو کې مطالعه او زده کړه وکړي او له فارغېدو وروسته خپلې ټولنې ته د خدمت جوګه شي.ټولو هغو هيوادونو ،چې اقتصادي،تخنيکي او صنعتي پرمختګ کړی د نارينه وو او ښځينه د کار او فعاليت په پايله کې دا کار شوی دی.په هغو هيوادونو کې،چې نجونې له مطالعې او زده کړې څخه محرومې پاتې شوې دي هغوی په بدمرغۍ او احتياجۍ کې ژوند کوي.موږ نه شو کولی چې په يوويشتمه پېړۍ کې د ښځو له رول څخه د هيواد په پرمختګ او صنعتي کېدو کې سترګې پټې کړو.يوه ټولنه ښځې ډاکترې، ښوونکې،استادې، نرسې،قابلې،انجنيرې او په نورو برخو کې اړتيا لري او بې د ښځو له شتون څخه ژوند ناشونی دی.اوس هم زموږ په ټولنه کې ښځې ډاکترانې،نرسانې، ښوونکې او استادانې شتون لري او د ټولنې د پرمختګ د څرخ د حرکت په غښتلي کولو کې رول لوبوي دوی د مطالعې او زده کړې له لارې دغه پوړ ته رسېدلي دي.په پخوانيو نظامونو کې هم د ښځو د زده کړې او فعاليت په وړاندې ستونزې پرتې وې؛نو اوس په کار ده ،چې هغه ستونزې لرې شي،چې دوي وکولی شي د ټولنې او هيواد په پرمختګ کې خپله ايماني او وجداني دنده ترسره کړي.اوس په کابل،هرات،قندهار،جلال آباد،مزارشريف،پروان او ځينو نورو ولايتونو کې کتابتونونه شتون لري،زموږ ځوانان کولی شي د خپلې پوهې په لوړولو کې مطالعه او زده کړه وکړي او خپله پوهه او تجربه نورو هيوادوالو ته ورولېږدولی شي .څومره،چې په هيواد کې کتابتونونه ډېرېږي هغومره ځوانانو ته د مطالعې زمينه برابرېږي؛نو اړينه ده،چې د مطالعې او زده کړې فرهنګ د عامولو لپاره غښتلي ګامونه پورته شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button