سیاست او دولت

مسکو او کییف ۱۸۰ یرغمل تبادله کړل

روسي چارواکي وایي چې مسکو او کیف تازه ۱۸۰ جنګي بندیان تبادله کړي دي.

رویټرز د روسیې د دفاع وزارت په حواله خبر ورکړی چې د دغو بندیانو تبادله د متحده عربي اماراتو په منځګړیتوب شوې ده. د بیانیې له مخې چې د متحده عربي اماراتو په منځګړیتوب ۹۰ جنګي روسیان په ۹۰ اوکراینیانو تبادله شوي دي.

د روسیې دفاع وزارت دا هم ویلي چې دا ۹۰ روسي بندیان د مرګ له ګواښ سره مخ وو، او مسکو ته تر رسېدو وروسته یې درملنه پیل شوې ده.

په ورته وخت کې د اوکراین ولسمشر، ولادیمیر زلنسکي د خپلو ۹۰ بندیانو بېرته ورستنېدل تایید کړي دي.

د روسیې او اوکراین ترمنځ جګړه د ۲۰۲۱ کال راهیسې پیل شوې چې له امله یې سلګونه زره روسي او اوکرایني پوځیان وژل شوي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button